بريالي کسان د تصميم نيولو پرمهال له ۷ کړنلارو کار اخلي

د کسب او کار خاوندان هره ورځ بايد تصميمونه ونيسي؛ ځيني دغه تصميمونه په زړه پورې او ځيني نور يې نه جبرانېدونکي تاثيرات له ځان سره لري چې کولای شي ستاسې د کار د راتلونکې پر څرنګوالي ځانګړی اغېز ولري. په دې ټول پوهېږو چې برياليتوب ته د رسېدو لپاره بايد ځيني ښه تصميمونه ونيول شي، خو دا مه هېروئ چې ورځني واړه تصميمونه هم کولای شي ټوليز تاثيرات له ځان سره ولري.
ټول تصميمونه، حتی ترټولو واړه تصميمونه هم ارزښت لري، خو علمي موندنو د تصميم نيولو پرمهال موږ ته کومې لارښوونې وړاندې کړې دي؟ هغه کسان چې تل سم تصميمونه نيسي، له کومې کړنلارې يا پروسې ګټه پورته کوي؟ د دغه پوښتنو د ځواب لپاره له موږ سره پاتې شئ.
بريالي کسان د تصميم نيولو پرمهال له لاندې ۷ کړنلارو کار اخلي:
۱- له تصميم نيولو مخکې، څېړنه وکړئ
هغوی چې د هغو څيزونو په اړه لازمه پوهه نه لري، څېړنه نه کوي. دغه ډول کسان له خپلو نږدې کسانو پوښتنه کوي، مختلفو نسلونو، متنوع فرهنګونو او بېلابېلو ټولنيزو رسنيو ته مخه کوي. هغوی له خپلو کارکوونکو او حتی خپلو سيالانو سره خبرې کوي. هغوی ټول څيزونه له ټولو اړخونو سنجوي. هغوی دا چې خپل ځان له ننګونو سره مخ کړي، ترې ډار نه لري او له خپلې خوندي سيمې بهر کېږي.
۲- بېلابېلې سرچينې ارزوي
هغه کسان چې تقريبا سم تصميمونه نيسي، يوازې يوې سرچينې باندې بسنه نه کوي.
په رسنيو کې تل يوې خواته لېوالتيا، پريتوب او تفريط موجود وي؛ سربېره پر دې موږ نه شو کولای چې بې بنسټه خبرونه او شايعات ومنو او باور پرې وکړو. په همدې اساس په ټوليز ډول بايد ټولې سرچينې وارزول شي ترڅو وشو کولای سم تصميمونه ونيسو.
۳- مطالعه کوي
لنډې مقالې ډېرې ارزښت لرونکې دي، دا ځکه چې پراخ معلومات په لنډ ډول تاسې ته وړاندې کوي. خو هغه کسان چې تل په تصميم نيولو کې بريالي دي، ډېری وخت کتاب مطالعه کوي. هغوی د مختلفو موضوعاتو په اړه مطالعه کوي او هره ورځ نوي څه زده کوي. دغه ډول کسان په خپل ټول ژوند کې مطالعه کوي او خپل معلومات ډېروي. حتی د نړۍ ترټولو شتمن او مشهوره کسان لکه، بېل ګېټس، ايلن ماسک… هم هره ورځ مطالعه کوي او نورو ته لارښوونه کوي چې په ورځني فعاليتونو کې مطالعې ته ځای ورکړي.
۴- کنجکاو دي
هغه کسان چې په سمه توګه تصميم نيسي، له محدوديتونو څخه بهر او په ازاده توګه فکر کوي. هغه موارد چې په اړه يې معمولا بحث نه کېږي، غير معمول او په زړه پورې وي؛ په اړه يې فکر کوي، څېړنه کوي او له نورو يې په اړه پوښتنه کوي. کنجکاوي نه يوازې دا چې ښه ځانګړنه ده، بلکې د تصميم نيونې پروسې په ښه والي باندې هم مثبت اغېز کوي.
۵- خپل ځان په ښه توګه درک کوي
کوم کسان چې په سمه توګه تصميم نيسي، سربېره پر دې چې د خپلو شاوخوا کسانو، غوښتنې، برنامې او باورونه په سمه توګه درک کوي، خپل احساسات او باورونه هم په سمه بڼه درک کوي. د بېلګې په ډول، که بده ورځ يې پيل کړې وي او منفي فکرونه يې ډېر شوي وي، نو هغه فکرونه او نظريات يې چې مخې ته راځي، شاته يې غورځوي او يا هم له خپلو همکارانو او ملګرو همکاري غواړي څو دغه فکرونه او نظريات وارزوي.
۶- تل غواړي چې ډېر پوهه ترلاسه کړي
دا ډول اشخاص غوره ګڼي چې د ډېرو څيزونو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.
هغوی د داسې پوښتنو د وړاندې کولو جرات لري چې هېڅ څوک يې په ژبه هم نه راولي. دغه ډله کسان په دې پوهېږي، کوم معلومات او موندنې چې دوی ته وړاندې کېږي، هغه يوازې د پوښتنو د ټولګو پر بنسټ راټول شوي.
هغوی تل کره تحليلونه غواړي او تل له ځانه دا پوښتنه کوي چې، “په څه څيزونو باندې بايد پوه شي” يا “د دې موندنې معنی څه ده؟”
۷- وروستی تصميم خپله نيسي
موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې په خورا چټکۍ سره د حرکت او مخکې تګ په حال کې ده. حتی د نړۍ ترټولو بااحتياطه مشران هم بالاخره خپل افکار اجرا او عمل ته وړاندې کوي او خپل خوبونه رښتيا کوي. هغه کسان چې په سمه توګه تصميم نيسي، په دې پوهېږي چې بالاخره بايد خپل منفي يا مثبت ځواب څرګند کړي او له موضوع څخه تېر شي. دا ډول کسان حاضر نه دي چې همکاران، کارکوونکي او نور افراد معلوماتو ته د نه لاسرسی حالت کې پرېږدي.
که غواړئ چې په خپل شخصي او حرفه يي ژوند کې سم تصميمونه ونيسئ، بايد ازاد او لوی فکر ولرئ، کنجکاوه اوسئ، داسې پوښتنې وړاندې کړئ چې ننګونې وزېږوي، برنامې جوړې کړئ او د هر څه لپاره ډاډ ترلاسه کړئ.
ژباړه: محمد عزيز پردېس
سرچينه: zoomlife.ir






