روسيې اروپايي ټولنې ته د ګازو صادرات بياځلې پيل کړل

0
155

روسيې هېواد اروپايي ټولنې ته د ګازو استولو صادرات له لس ورځني ځنډ وروسته بياځلې پيل کړل.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين تېره ورځ خبريالانو ته وويل چې روسيه د ګازو صادراتو په برخه کې ټولو اصولو ته ژمنه ده.

له دې وړاندې اروپايي هېوادونه او په ځانګړي ډول جرمني له دې امله اندېښمن ؤ چې ښايي روسيه په راتلونکي ژمي کې د خپلو ګازو صادرات بېرته پيل نه کړي.

اروپايي ټولنې مشرانو بيا ويلي ؤ، که روسيه د ګازو صادراتو په برخه کې خپلو ژمنو باندې عمل ونه کړي؛ نو دوی ورته طرحه لري.

اروپايي ټولنې له خپلو غړو هېوادونو غوښتي چې د خپلو ګازو په لګښتونو کې ۱۵ سلنه کموالی راولي.

د روسيې او اروپايي ټولنې ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ګازپروم کمپنۍ اړ ده چې له روسيې څخه اروپايي هېوادونو ته ۵۵ ميليارد متر مکعبه ګاز د نل ليکو له لارې ولېږدوي.

ګاز پروم يو روسي دولتي کمپنۍ ده چې بهرنيو هېوادونو ته د ګازو صادارتو په برخه کې کار کوي.

Leave a reply