یونسیف: د نړیوالو په مرسته روغتیایي سکتور ژغورل کېدلی شي

د ده په وینا په ټول هېواد کې روغتیایي کارکوونکي په صادقانه توګه خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو تر څنګ یې له سخت وضعیت او ستونزو سره مخ دي.
هغه پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې له روغتیایي سیستم سره مرستې ډېرې کړي او ددوی په همکارۍ به دا مهم سکتور په پښو ودرېږي.
(2022 / 3 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي د افغانستان روغتيايي سیستم د نړیوالو په مرسته ژغورل کېدلی شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف مشر محمد اګ ایویا وایي ده په افغانستان کې روغتیایي مرکزونه او خدمات له نږدې لیدلي دي.
د ده په وینا لا هم نړیواله ټولنه وخت لري چې دغه مهمه برخه له بشپړ پرځېدو وژغوري او د افغانانو روغتیايي برخې سره مرسته وکړي.