د مسلم ليګ (ن) مشر عطاء تارړ وايي د ګوند د مشر نواز شريف ټول قانوني خنډونه لرې شوي دي
باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د مسلم ليګ (ن) مشر عطاء تارړ وايي د ګوند د مشر نواز شريف ټول قانوني خنډونه لرې شوي دي.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک سره په خبرو کې عطا تارړ وويل چې د قانون سازۍ له لارې د نواز شريف د عمري بند سزا ۵ کاله نااهلۍ ته بدله شوې ده.
هغه وویل چې اوس به هیڅ سیاستمدار تر پنځو کلونو زیات نا اهله نه شي.
پروګرام کښې ګډون کولو سره د تحريک انصاف وياند نعيم حيدر پنجوته اوويل چې د ميا نواز شريف د نااهلۍ سزا پاتې ده ځکه چې د آرټيکل 12 مطابق به د هغه وخت قانون نافذ وي چې جرم سرته رسيدلې وي۔
ده ووئيل د سترې محكمې فېصله يوازې د ټاكنو په قانون كښې په تعديل سره رد نه شي٬ نو د نواز شريف د عمري بند سزا پاتې ده۔