د پاکستان او روس ترمینځ مخ په واړندې پرمختګ کوونکې اړیکې

اردو لیک: ډاکټر غلام مصطفی
ترجمه: نصیب شاه شینواري
د پاکستان او روسیې تر منځ په اړیکو کښې وروستي پرمختګونه د دواړو هېوادونو په اړیکو کښې یو نوي پړاو ته داخل شوي چې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا متحده ایالات به د دې مخ په وړاندې اتحاد مخه نیولو کښې بریالۍ شي که نه؟
روس د پاکستان یو ښه ملګري په توګه د پاکستان په یو شمیر سیکټرو کښې مرسته کولې شي.
روسیه د پاکستان لپاره د یو مهم ملګري په توګه وړاندې راځي چې نه یوازې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې مرستې کوي بلکې د پاکستان د خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ په ثبات کښې هم مهم رول لوبولی شي. د انرژۍ په برخه کښې د روسیې لخوا وړاندیز شوي پراخه فرصتونه لکه د ګاز پایپ لاین پروژې او د خام تیلو صادرات د پاکستان لپاره ګټور ثابتیږي.
د دې نه علاوه د روس او پاکستان ترمېنځه د تجارتي روابطو د مضبوطولو لپاره د کارګو ریل منصوبې په شان اقداماتو باندې هم کار کیږي کوم چې د پاکستان د نړیوالې تجارتي شبکې برخه ګرځولو کښې مرسته کولی شي.
د پاکستان د خپلواک بهرنیو اړیکو په تناظر کې له روسیې سره د اړیکو دغه نوی پرمختګ نه یوازې په اقتصادي ثبات کښې بلکې په دفاعي همکاریو کې هم مهم دی. دواړو هېوادونو په ګډو فوځي تمرینونو او دفاعي تړونونو هم کار کړې دې چې له مخې یې اړیکې نورې هم پیاوړې کوې او دو لوی طاقتونه یو بل ته نور هم رانزدې کوي.
خو امريکا په دې وروستيو کې په پاکستان اقتصادي بنديزونه لګولي دي، په ځانګړې توګه د د پاکستان میزایل پروګرام له امله ی په نښه کړې چې پاکستان له روسيې سره له نزدیوالي څخه وساتي. ویل کیږي چې د امریکا دغه ګام د اټوامي وسلو د خپریدو د مخنیوي په هدف دی، خو حقیقت دا دی چې دا یوه ناکامه هڅه ده چې د پاکستان په خپلواکۍ کښې لاس وهنه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دغه بندیزونه تعصبي او بدبختانه بللي او ویلي یې دي چې دا بندیزونه د سیمې ثبات ته زیان رسوي. له دې محدودیتونو سره سره، پاکستان له روسیې سره د خپلو اقتصادي، سوداګریزو او دفاعي اړیکو د لا ټینګولو لپاره څو مهم ګامونه پورته کړي، لکه د شمال-جنوب ترانسپورتي دهلېز کښې شاملول او د نورو ګډو پروژو پلانول شامل دي.
پاکستاني تینک ټینکس او پالیسي جوړونکي باید خپله بهرنۍ پالیسي د پاکستان خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ، ملي ګټو او په سیمه کې د روسیې رول په پام سره نیولو کښې جوړه کړي او د امریکا بندیزونه په پام کښې ونه نیسي .
په پاکستان د امریکا بندیزونه اوږد تاریخ لري او امریکا تل د خپلو ګټو لپاره پاکستان د قربانۍ ګډوري په توګه کارولی دې، نو په داسې وخت کښې پاکستان اوس دغه بندیزونه باید له پامه غورځوي او پاکستان باید خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړي او داسې پالیسي جوړه کړي چې نه یوازې د اوسني وضعیت سره د مقابلې لپاره قوي وي بلکې د راتلونکي ننګونو سره هم مبارزه وکړي.
د امریکا اوږدمهاله هدف تل د اقتصادي بندیزونو له لارې پر خپلو مخالفینو فشار اچول دي، خو د پاکستان او روسیې تر منځ مخ پر زیاتیدونکي اړیکي د دې ښکارندویي کوي چې پاکستان اوس په خپل بهرني سیاست کې د لا زیاتې خپلواکۍ پر لور روان دی.
له دې بندیزونو سره سره د پاکستان او روسیې ترمنځ د اړیکو نوی دور نه یوازې د اقتصادي پرمختګ بلکې د جغرافیایي ثبات لپاره هم مهم ثابتېدلی شي. په دې حالت کې پوښتنه دا ده چې ایا امریکا به وکولای شي د دغه نوي اتحاد مخه ونیسي او که نه؟
د پاکستان او روسيې ترمنځ د اړيکو پياوړتيا، په تېره بيا د امريکا له فشارونو او بنديزونو سره سره، د دې نښه ده، چې پاکستان د خپلو ملي ګټو په لومړيتوبونو کې د يوه خپلواکه بهرنۍ تګلارې په جوړولو کې بريالی دی.
دا ملګرتیا نه یوازې په سیمه کې جغرابیایی ثبات ته وده ورکولی شي بلکې د نړیوال طاقتونو په توازن کې هم مهم رول لوبولی شي.
د امريکا د بنديزونو د اغېزو د کمولو او د خپلو اقتصادي او دفاعي برخو د پياوړتيا لپاره، پاکستان بايد د روسيې په څېر د باور وړ ملګرو سره خپلې اړيکې پراخې کړي.
اوسنی وضعیت له پاکستان څخه دا تقاضا کوي چې په ډیپلوماټیکه کچه د خپلو ګټو په کلکه دفاع وکړي او د راتلونکو ننګونو سره د مقابلې لپاره متوازن چلند او دوامداره ستراتیژي غوره کړي.