په تورخم پوله د قربانۍ څارویو ډک ټرک پاکستان ته داخل شو

نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم سرچینو تصدیق کړې چې د افغانستان جلال آباد څخه یو د قربانۍ څارویو (پسونو) ډک ټرک بیګا د شپې تورخم ته رارسیدلې وو چې پاکستان ته داخل شي.
بیګا په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپاره شول چې په تورخم پوله امنیتي اهلکار د څاریو ډک ټرکونو ته اجازه نه ورکوي چې پاکستان ته داخل شوي خو بیا لږ ساعت پس دې ټرکونو ته د ضروري قانوني کارایی کولو پس اجازه ورکړل شوه او پاکستان ته داخل شول.
د یادونې ده چې د لنډیکوتل څخه د مشرانو یو پلاوې کابل ته تللې وو چې د افغانستان اسلامي امارت مشرانو سره لیدنه وکړي او دوی څخه غوښتنه وکړي چې پاکستان ته د قربانۍ څارویو صاردرول ته اجازه ورکړي.
په کابل کښې د لنډیکوتل مشرانو ( حاجي مقتدر شاه آفریدي، ملک ماصل خان شینواري، مراد حسین ، نثار، کلیم الله شینواري، ریاض شینواري د افغانستان تجارت وزیر صدر اعظم سره لیدنه وکړه او پاکستان ته ی د ۵۰۰۰ زره د قربانۍ پسونو اجازه ورکړه چې د افغانستان څخه پاکستان ته صادر شي.
د یادونې ده چې هم دې جرګې له برکته بیګا شپې د افغانستان څخه د پسونو ډک یو ټرک پاکستان ته راداخل شول ، ځایی اولس د افغانستان چارواکو او په تورخم پوله امنیتي چارواکو او اړوند ادارو څخه مننه وکړو چې دوی د افغانستان څخه د پسونو ډک ټرک د قانوني کارویی پس پاکستان ته دا خلیدو اجازه ورکړه.
………………………….
نور خبرونه

د لنډیکوتل ځایی سیاسي او قبایلي مشرانو نن کابل کښې افغان چارواکو سره لیدنه کړې

افغان مسافرو ته په تورخم پوله اجازه ورکړل شوه

په تورخم پوله پولیسو ځایی احتجاج کوونکي نیولي دي

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram电脑版