پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی دی

0
178

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی دی

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر خواجه سعد رفیق ددغه هېواد له سوداګرو سره په یوه ګډه غونډه کې له دوی غوښتي چې له افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ډېر کړي.

 

(2022 / 7 / 4    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی دی. د پاکستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر خواجه سعد رفیق ددغه هېواد له سوداګرو سره په یوه ګډه غونډه کې له دوی غوښتي چې له افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ډېر کړي.

د ده په وینا دوی د خپلې انرژۍ د تامین لپاره د ډبرو سکرو وارداتو ته اړتیا لري او په خبره یې ددغه بهر د چټکتیا لپاره به اړین ګامونه اوچت کړي.

اړوند موضوعات: 

پاکستان ته د ډبرو سکرو صادارتو کې ډېروالی راغلی 

نوموړي له پاکستانیو اداراتو غوښتي چې د تګ راتګ لارې جوړې کړي، موټر چلوونکو ته اسانتیا برابره کړي او سوداګرو ته د وارداتو د چټکتیا زمینه جوړه کړي.

Leave a reply