پاکستان ته د ډبرو سکرو صادارتو کې ډېروالی راغلی

پاکستان ته د ډبرو سکرو صادارتو کې ډېروالی راغلی
د راپور په اساس د افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات به د پاکستان ډېر اړتیا پوره کړي او په جنوبي افریقا باندې به یې تکیه کمه کړي. دا مهال پاکستان د خپل ضرورت وړ ۷۵ سلنه د ډبرو سکاره له جنوبي افریقا څخه واردوي.
(2022 / 5 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا سرپرست حکومت چارواکي وايي پاکستان ته يې د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي او کمرګي مالیات یې هم پرې لوړ کړي دي.
ا.ا غواړي له بهرنیو مرستو پرته د افغانستان د معادنو د استخراج له لارې ډېر عواید ترلاسه کړي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې يې د ډبرو سکرو د صادراتو له لارې د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت عواید ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، اندونیزیا چې د ډبرو سکرو لوی صادروونکی هېواد بلل کېږي، صادرات بند کړي دي. د اندونیزیا د دغه اقدام له کبله په نړیوال مارکیټ کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې او په اروپايي هېوادونو کې یې تقاضا هم زیاته شوې ده.