زیلنسکي پر روسیې د نسل وژنې تور لګولی دی

0
215

زیلنسکي پر روسیې د نسل وژنې تور لګولی دی 

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ادعا کوي‌ چې د لویدیځ له ملاتړه په برخمن اوکراین باندې یې ځکه یرغل وکړ چې هلته د ده په خبره د روسي ژبې د ویونکو نسل وژنه ختمه کړي.

 

(2022 / 5 / 27  نېټه  باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زلینسکي روسیه تورنه کړه چې د اوکراین په ختیځ د دونباس په سیمه کې د نسل وژنې ښکاره پالیسي مخې ته وړي.

نوموړي تور ولګوه چې روسیه غواړي د اوکراین ښارونه له خاورو سره خاورې کړي او په خبره یې د مسکو یرغل به د دونباس سیمه له اوسېدونکو تشه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ادعا کوي‌ چې د لویدیځ له ملاتړه په برخمن اوکراین باندې یې ځکه یرغل وکړ چې هلته د ده په خبره د روسي ژبې د ویونکو نسل وژنه ختمه کړي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د اوکراین د جګړې په اړه د نسل وژنې اصطلاح کارولې وه او ویلي وو چې ولسمشر پوتین هڅه کوي ان د اوکرایني اوسېدل مفکوره هم ختمه کړي.

زلینسکي داسې مهال دا خبره کوي چې روسیې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د لوکانسک د نیولو لپاره هره اړخیزه هڅه پیل کړه.

Leave a reply