ا.ا پر نړۍوالو غږ کړی چې د افغانستان دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي 

0
96

ا.ا پر نړۍوالو غږ کړی چې د افغانستان دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي 

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د بانکدارۍ او مالي سیستم بیارغول او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کوي.

 

(2022 / 5 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کړی خو ټینګار کوي چې نړیوال دې د افغانانو دیني او کتلوري ارزښتونو ته درناوی وکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره کړې چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یوشان کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د بانکدارۍ او مالي سیستم بیارغول او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کوي.

په اعلامیه کې پر امریکا یو وار بیا غږ شوی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني پرته له کوم قید او شرطه ازاده او هرډول اقتصادي محدودیتونه لرې کړي.

Leave a reply