په سوشل میډیا د عمران خان د کیچ کولو ویډیو خپره شوې ده

0
198

باغی ټي وي رپورټ
په سوشل ميډيا د پاکستان د تحريک انصاف د لانګ مارچ بېلابېلې ويډيوګانې گردش کوي، چې يوه يې د پخواني لومړي وزير عمران خان ويډيو ده.

د لانګ مارچ په مهال په سوشل ميډيا د پي ټي آئي د يو کارکن د مرمۍ نيولو ويډيو وائرل شوې وه چې پکښې د پي ټي آئي د چيئرمين يوه ويډيو هم وائرل شوې ده چې پکښې هغه په کنټينر نيولې ليدل کيږي۔

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د لانګ مارچ ګډونوال د عمران خان پر لور یوه پیکټه وغورځوله چې هغه یې په اسانۍ ونیوله.
ویل کیږي چې دا پیکټ د هغه خالي شیل وه چې د انتظامیه له لوري په ګډون والو باندې غورځول شوې وو او دوی هم ددې اوښکې بهیدونکي ګاز په مرمیو په نښه کړې شوي وو.
داسې یوه ویډیو هم وایرل شوې وه چې د پي ټي آیی یو کارکوونکي د انتظامیه له لوري غورځول شوې شیل په لاس کښې نیسي چې لوګي ترې هم خيژي، پي ټي آیی کارکوونکي هغه شیل نیسي او بیا ی واپس غورځوي.
د عمران خان دا ویډیو په سوشل میډیا د کاروونکو لخوا ډیره خوښه شوې او حتی د کرکټ پریښودو څو کاله وروسته هم کاروونکو د هغه ستاینه کوي چې په کانټینر کې ودریږي او په مهارت سره هغه پیکټ نیسي.

Leave a reply