تورن څنګه کولای شي چې د خپلې ګټې لپاره په اساسي قانوني کښې ترمیم وکړي؟ د پاکستان چیف جسټس

0
84

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې سپريم کورټ به د رياست خلاف کاروایی کولو په ضد هم کاروائي وکړي۔

د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ کې پنځه کسيز لوى بينچ په تحقيقاتي ادارو کې د حکومت د مداخلې په اړه د ازخود نوټس اورېدنه وکړه.
جسټس عمر عطا بندیال پوښتنه وکړه چې ایا وفاقي کابینې قوانین منظور کړي دي؟ په دې اړه لویې څارنوالۍ وویل چې د کابینې د تصویب دقیقې به وړاندې کړي.

جسټس اعجازالحق پوښتنه وکړه چې ايا نوم به 120 ورځې وروستو په اوتومات ډول له اي سي ايل څخه ايستل کيږي؟ په دې اړه اټارني جنرل وويل چې د اي سي ايل کې د شاملېدو له ورځې څخه به ١٢٠ ورځې نافذ وي.

جسټس مظاهر نقوي ریمارکس ورکړی چې د کابینې غړو پخپله د ترمیم څخه ګټه پورته کړې، د کابینې غړي د خپلو ګټو لپاره څنګه ترمیم کولی شي.

جسټس منيب اختر وويل دوي ته پته ده چې په وفاقي وزيرانو يواځې تورونه دي خو ايا داسې کوم ضابطه اخلاق شته چې که وزير ملزم وي نو اړونده دوسيه دې هغه ته ورنکړل شي؟
جسټس محمد علي مظهر وويل چې ملزم څنګه دخپلې فائدې لپاره په قوانينو کې ترميم کولى شي؟ خو جسټس منيب اختر وويل چې تورن وزيران دې پخپله په دغسې غونډو کې ناست نه وي.

جسټس اعجازالحق پوښتنه وکړه چې آيا داسې منظوري د سرکوليشن سمري له لارې ترلاسه کولى شي؟ په دې موقع جسټس محمد علي مظهر وويل د اي سي ايل رولز کې د ترميم وروستو د نظرثانۍ عمل ختم شو، آيا د کابينې د اي سي ايل رولز کې ترميم د مفاداتو ټکر نه دى؟چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې دا مهال د اي سي ايل قوانينو د ترميم په اړه فيصلې نه لغوه کيږي، د قانون عملي کولو لپاره ځينې قواعد ضروري دي.

جسټس عمر عطا بندیال اوویل چې د انتظاميې په چارو کې مداخله نه غواړي خو سپریم کورټ به د ریاست خلاف ګام اخستلو په ضد هم ددوی په ضد ګام اخلی او کاروایی به کوي.

Leave a reply