پاکستان سټاک ایکسچینج کښې د تیزوالي راپورونه راغلي

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان کښې د نن څخه د تیلو في لیټر قیمت کښې د ۳۰ روپو زیاتوالي سره ه د ډالر ارزښت مخ په کمېدو دی او د سټاک مارکېټ کښې تیزي په نظر راغلې ده.
حکومت د ائي ايم ايف په شرطونو د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې تر 30 روپو في ليټر پورې زياتوالى راوستى چې له هغې وروستو په انټر بينک مارکيټ کې د ډالر ارزښت هم کم شوې دې.
ډالر پرون د زیارت په ورځ د سوداګرۍ په جریان کې بدلون ته دوام ورکړ او د سوداګرۍ په پای کې په 202 روپۍ یوه پیسه بند شو.د جمعې په ورځ د سوداګرۍ په پیل کې، ډالر په انټربینک فارن ایکسچینج کې د 2 روپیو کمي سره تر 200 روپۍ ته راټیټ شو.
بل خوا د ډالر د ارزښت له کمېدو وروسته د پاکستان سټاک ایکسچینج کښې هم زیاتوالې راغلې دې او د کاروباري ناستې په ترڅ کې د ۱۰۰ انډیکس له ۹۰۰ پوائنټونو څخه زیات لوړوالی راغلی چې له امله یې انډیکس ۴۳۰۰۰ پوائنټونو ته ختلی دی.





