افغان مسافرو ته په تورخم پوله اجازه ورکړل شوه

0
114

باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم نن افغان مسافرو ته اجازه ورکړل شوه چې دوی افغانستان ته په افغان تذکره کارټ خپل هیواد ته سفر وکړي.
د بارډر سرچینو مطابق دا اجازه نن د ۲۴ ساعتونو لپاره ورکړل شوې ده چې افغان تذکره لرونکي کولې شي خپل هیواد ته ستانه شي.
د یادونې ده چې نن په تورخم پوله افغان مسافرو احتجاج هم کړې وو او غوښتنه ی کړې وه چې دوی له دې په تذکره اجازه ورکړل شی چې خپل هیواد افغانستان ته سفر وکړي.
په تورخم کښې یو ځایی تن رسنیو ته اوویل چې داسې افغان مسافر چې هغوی سره افغان پاسپورټ نه وو او افغان تذکره ی لرله په شمیر کښې څه ۳۰۰ کم او زیات وو او دوی د تیرې یوې اونۍ څخه په تورخم کښې بند پاتې وو چې په پوله ورله اجازه ورکړل شوه چې دوی افغانستان ته ستانه شي۔
د یادونې ده چې نن د یو افغان مسافر په اړه یو خبر خپور شوې وو چې ټرک ته ځان غورځولې دې او په پوله د سختې پالیسۍ له امله ی ځان وژنه کړې ده خو روسته بیا معلومه شوه چې وژل شوې تن افغان مسافر نه وو او یو ځایی تن وو چې ذهني ناروغي ی درلوده او ځان وژنه ی وکړه.

Leave a reply