د پاکستان او افغانستان په سرحدي پوله د ترهګرو په ډزو کښې یو پاکستانۍ سرتیرې شهید شوې

د پاکستان او افغان ترمینځ به پوله د پاکستان امنیتي ځواک اهلکار، فوټو کریډټ: اې ایف پي
باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان د حسن خېلو په سيمه کې د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر پوستو د وسله والو د ډزو په پايله کې د پاکستان د فوځ يو سرتېرى شهيد شوى دى.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، ترهګرو د شمالي وزیرستان په حسن خېل سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته ډزې کړې دي.
د آئي ايس پي آر ترمخه د ډزو په تبادله کښې اسسټنټ لانس حوالدار وقار علي شهيد شوے دے.د شهيد شوي ٣٢ کلن وقار علي تعلق د لاهور صوابئ چوټې سره وو.
د آی ایس پي آر له مخې پاکستان په وار وار له افغانستان څخه غوښتنه کړې چې د پولې موثر انتظام یقیني کړي، پاکستان د افغان خاورې په استعمال د ترهګرو بریدونو په کلکه غندنه کوي.
آئي ايس پي آر زياته کړې چې د پاکستان پوځ د ترهه ګرۍ ختمولو ته ژمن دے، په بیان کښې زیاته شوې ده چې زمونږ د زړورو سرتيرو دغه شان قربانۍ زمونږه عزم او ارادې نورې هم قوي کوي.
……………………..
نور خبرونه
د عمران خان د نااهلې په ضد جمع کړې شوي درخواست باندې نن عدالت اوریدنه کوي
وزیراعظم پاکستان شهباز شریف به نن په دوه ورځني رسمی سفر سعودي عربستان ته لاړ شي
عمران خان په جمهوري توګه د څوکۍ لرې کړې شو، عمران خان سیاسي انتها خوښې دې: بلاول بوټو زرداري
وتلې ژورنالسټ ارشد شریف په کینیا کښې په یوه پيښه کښې مړ شوې دې






