وزیراعظم پاکستان شهباز شریف به نن په دوه ورځني رسمی سفر سعودي عربستان ته لاړ شي

0
265

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به نن په دوه ورځني رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي.

دسرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف به ديو لوړ پوړي حکومتي پلاوي سره نن سعودي عرب ته ځي.

د دې سفر په ترڅ کې به لومړی وزیر د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د سعودي له مشرتابه سره وویني.

دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې به ددوه اړخيزه اړيکو پشمول په بيلابيلو تړونونو دبرياليتوبونو جائزه اخستل کيږي.
……………………….

Leave a reply