د عمران خان د نااهلې په ضد جمع کړې شوي درخواست باندې نن عدالت اوریدنه کوي
د اسلام آباد هائي کورټ به نن د توشه خانه ريفرنس کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين عمران خان د نااهلي کولو د فيصلې په ضد د درخواست سماعت کوي۔
چيف جسټس اطهر من الله به د رجسټرار دفتر اعتراضونه اوري۔
د رجسټرار دفتر د غوښتنلیک سره د غوښتنلیک ورکوونکي د بایومټریک تصدیق او د ټاکنو کمیسیون د پریکړې تصدیق شوي کاپي نه ضمیمه کولو په شمول یو شمیر اعتراضونه راپورته کړي.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې په ۲۱م اکتوبر د جمعې په ورځ د ټاکنو کمیشن د عمران خان په ضد په توشه خانه کیس کښې پریکړه اووروله او هغه ی د ۵ کالو لپاره نااهل اعلان کړو.
داسې ګونکوسی وو چې دا پریکړه به سپریم کورټ کالعدم کړې خو بیا د ټاکنو کمیشن په یو بیان کښې اوویل چې د ټاکنو کمیشن د قانون ترلاندې واک اواختیار لري چې عمران خان ی نااهل اعلان کړي دې، عمران خان دروغ ویلي دي او د توشه خانه څخه اخستل شوې ډالۍ او ګټه ی په اثاثو کښې نه ده ښودلې نو دې لپاره هغه نااهل اعلان شوې دې.
……………………………