عمران خان په جمهوري توګه د څوکۍ لرې کړې شو، عمران خان سیاسي انتها خوښې دې: بلاول بوټو زرداري

0
248

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې عمران خان يو سياسي انتها خوښې دی، عمران خان د ملک وړومبنی وزيراعظم دی چې د پارليمنټ لخوا په جمهوري توګه لرې کړی شو.

لاهور کښې عاصمه جهانګير کانفرنس ته خطاب کښې بلاول بهټو زرداري اوويل چې پخوا هم وزيراعظمان په اعدام، خودکش حملو، جلاوطنۍ او غير جمهوري طريقو سره لرې کړل شوي وو خو په اول ځل يو منتخب کس په جمهوري طريقې له واکه لرې کړے شوے دے۔

بلاول بهټو اوويل چې عمران خان هغه وزيراعظم وو چې د ملک اقتصاد باندې خودکشي کړې وه، ملک ديوال ته نزدې وو، پي ټي ايم د سياست په قربانولو سره ملک بچ کړے دے۔

غونډې ته د تحریک انصاف مشر منزه حسن، منظور پښتین او د عاصمه جهانګیر لور منېزه جهانګیر هم وینا وکړه.
………………………………………………….

Leave a reply