د کابل ولایت لپاره د افغان دولت له لورې نوی والي ملاعیسی اخند وټاکل شو.

د کابل ولایت لپاره د افغان دولت له لورې نوی والي ملاعیسی اخند وټاکل شو.
23 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت د کابل ولایت مقام په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت لپاره د امیرالمؤمنین له لورې نوی والي ټاکل شوی.
خبرپاڼه کې راغلي چې ملا محمدعیسی اخند د دغه ولایت لپاره د نوي والي په حیث ټاکل شوی، زیاتوي چې نوی والي د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې څو ورځې وړاندې ټاکل شوی.
یاده دې وي چې د کابل ولایت والي له دې مخکې اوسنی د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم و، چې تیره ورځ د یاد وزارت لپاره معرفي او په دنده یې پیل وکړ.
ملا عیسی اخند نن ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې چې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو نوي وزیر او نورو لوړ پوړو مسؤلینو ګډون کړی وو او رسما د مخکیني والي له لورې ولایت وسپارل شو.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو وزارت لپاره شیخ ندا محمد ندیم د کابل فعلي والي د نوي وزیر په حیث وټاکل شو.
ملا عیسی اخند له دې مخکې د پکتیا ولایت د والي په حیث دنده ترسره کوله.






