د عمران خان نااهلي، وزیر خارجه بلاول بوټو زرداري غبرګون مخې ته راغلې

باغی ټي وي رپورت
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د توشه خانې په کيس کښې د الېکشن کمېشن لخوا د عمران خان نااهلې کولو په اړه خپل ردعمل څرګند کړې دې۔
اليکشن کميشن د توشه خانې ريفرنس په فيصله کښې وئيلي چې عمران خان په کرپشن کښې ککړ دے نو د هغه خلاف دې قانوني کاروائي شروع کړے شي۔
بلاول بهټو زرداري په سوشل ميډيا په خپل يو بيان کې ليکلي دي چې اليکشن کميشن عمران خان په کرپشن کې ککړ اعلان کړى دى، عمران خان اوس نااهل شوى دى.
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن په خپل پېغام کښې زياته کړې چې هغه کس چې د ده د سياسي مخالفانو د بدعنوانۍ په اړه دروغ خپروي نو هغه به خپله د فساد په قضیه کښې ککړ دې.
بل لوري ته د سندهـ د بلدياتي حکومت وزير ناصر شاه په خپل ځواب کې ويلي دي چې مونږ د سياستوالو نا اهلي ښه نه ګڼو خو چې نورو ته يې کرپټ ويل هغه نن په رسمي توګه پخپله کرپټ ثابت شو.
ناصر حسین شاه زیاته کړه چې دا د عمران خان خپل عمل دې چې نن هغه په خپله ددې ښکار شو.
اړوند خبرونه
عمران خان په فساد کښې ککړې دې، د ټاکنو کمیشن له لوري ۵ پینځه کاله لپاره نااهل ګرځول شوې دې
عمران خان د ګوند مشرانو مهمه غونډه راغوښتنې، عمران خان ویلي ډیر زر به اولس ته لانګ مارچ بلنه ورکړم






