عمران خان د ګوند مشرانو مهمه غونډه راغوښتنې، عمران خان ویلي ډیر زر به اولس ته لانګ مارچ بلنه ورکړم

باغي ټي وي رپورټ
تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د پي ټي آئي د ممکنه لانګ مارچ په اړه د مشاورت لپاره د پارټۍ مهم مشران راوبلل۔
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان به په دې غونډه کې د ګوند له مشرانو سره مهمې مشورې کوي او د ګوند مشرانو ته به د لانګ مارچ د تياريو په اړه بريفنګ ورکول کېږي.
سېنېټر شبلي فراز په دې اړه وايي چې عمران خان پخپله د لانګ مارچ لپاره تيارۍ ته حتمي شکل ورکوي، د عمران خان د ټولو غونډو تمرکز لانګ مارچ دی.
ياده دي وي چي تيره ورځ سرګودها يونيورسټئ کښي طالبعلمانو ته خطاب په وخت عمران خان وئيلي وو چي د آزادئ حقيقي مبارزه فيصله کونکي مرحلې ته داخله شوي ده او ډير زر به اولس ته د لانګ مارچ بلنه ورکړم.
………………..
نور خبرونه
د فوځ سرلښکر په سروس کښې ایکسټنشن په خپله نه اخستل هم یو ښه روایت او ښه خبره ده: شاهد خاقان عباسي
د وزیراعظم شهباز شریف د نااهلې لپاره جمع شوی درخواست باندې سپریم کورټ رجسټرار اعتراضونه راپورته کړي
هغه کسانو له شرم کول په کار دي چې تعلیمي ادارې د شر او فساد خپرولو لپاره وکاروي: مریم اورنګزیب
اعتزاز احسن په پاکستان تحریک انصاف کښې د شاملیدلو خبرونه دروغ بللي دي






