د فوځ سرلښکر په سروس کښې ایکسټنشن په خپله نه اخستل هم یو ښه روایت او ښه خبره ده: شاهد خاقان عباسي
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) سينئر نائب صدر شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د آرمي چيف د توسیع لپاره په قانون کښې گنجائش شته خو د آرمي چيف د توسیع نه کولو اعلان يو ښه روايت دے.
د احتساب عدالت کښې د حاضرۍ په موقع ميډيا سره خبرو کښې شاهد خاقان عباسي اوويل چې دا مقدمه دريم کال روانه ده ولې تر دې دمه هيڅ پرمختګ نه دے شوے، نيب د خلقو ژوند مفلوج کړے دے او د اولس ژوند به ئي حل کولې شي۔ ؟ خلک زندانونو ته لاړل، کاروبارونه له کاره ووتل.
شاهد خاقان عباسي په پخواني چیئرمین بېن د نیوکې کولو په مهال ویلي چې جاوید اقبال دا نه شي ویلای چې هغه نن څومره اثاثې لري، څوک چې د الزام نه پرته نورو ته جېلونو کې اچوي هغه خپلې اثاثې نه شي جوړولی، زه له پیله دا خبره کوم. نېب دې ختم کړل شي، سپريم کورټ دې وګوري چې نېب په دېرشو کالو کې څه کړي دي، نېب د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره يو ديکتاتور جوړ کړ.
ده ووئيل د نېب اداره دې ختم كړې شي، مونږ نه غواړو چې چا ته نااهله وګورو، سياست كښې دې سيالي په ميدان كښې وي۔
ديوې پوښتنې په ځواب کې دمسلم ليگ(ن) مشر وويل چې په کور دننه خبرې اترې تل دملک دناکامۍ سبب کيږي، د٢٠١٨م ټولټاکنو دملکي ستونزو ذمه واري ده.
دفوځ سرلښکر ټاکلو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې پخواني وزيراعظم وويل جنرال قمرجاويد باجوه پخپله وئيلي دي چې هغه تمديد نۀ غواړي، دا يو ښه روايت دى چې پخپله يې اعلان کړى دى.
ده وويل چې دفوځ سرلښکر به په خپل وخت ټاکلى شي، دپوځ سرلښکر به په خپل وخت ټاکلى شي، په قانون کې دپوځ سرلښکر موده غځولو موقع شته اؤ دپوځ سرلښکر به دنومبر د٢٩مې نيټې څخه وړاندې ټاکلى شي.
نور خبرونه
د وزیراعظم شهباز شریف د نااهلې لپاره جمع شوی درخواست باندې سپریم کورټ رجسټرار اعتراضونه راپورته کړي
هغه کسانو له شرم کول په کار دي چې تعلیمي ادارې د شر او فساد خپرولو لپاره وکاروي: مریم اورنګزیب
اعتزاز احسن په پاکستان تحریک انصاف کښې د شاملیدلو خبرونه دروغ بللي دي