د وزیراعظم شهباز شریف د نااهلې لپاره جمع شوی درخواست باندې سپریم کورټ رجسټرار اعتراضونه راپورته کړي
باغی ټي وي رپورټ
د سپریم کورټ رجسټرار دفتر د وزیراعظم شهباز شریف د نااهلۍ لپاره دائر درخواست باندې اعتراض پورته کړی دی.
د شهباز شريف د نااهلي لپاره سپريم کورټ کښې دائر درخواست باندې شپږ اعتراضونه پورته شوي دي۔
په غوښتنلیک اعتراض
په قضیه کې د عام اهمیت څه شی دی؟ دا نه دي ویل شوي.
د اساسي قانون د ۲۴۸مې مادې له مخې، لومړی وزیر په قضیه کې اړخ نه شي جوړولی.
د اساسي قانون د ۱۸۴ (۳) مادې غوښتنه نه ده منل شوې.
د قضیې یوه کاپي اړخونو ته نه ده لیږل شوې.
عریضه کوونکی بل موجود فورم ته نه و رسیدلی.
ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف غړې عندليب عباس د وزيراعظم شهبازشريف د نا اهلۍ لپاره درخواست جمع کړې دې۔
……………………
نور خبرونه
هغه کسانو له شرم کول په کار دي چې تعلیمي ادارې د شر او فساد خپرولو لپاره وکاروي: مریم اورنګزیب
اعتزاز احسن په پاکستان تحریک انصاف کښې د شاملیدلو خبرونه دروغ بللي دي