د خیبر پښتونخوا حکومت څومر پور،قرض اخستې، څومره قرضداره ده؟

0
244

باغی ټي وي رپورټ
په خېبرپښتونخوا کې د پي ټي آئي د دوه حکومتونو په مهال د ۶۵۱ اربه روپو قرضې اخستل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف دوو حکومتونو په تېرو نهو کلونو کې د اسيايي پرمختیايي بانک او نړیوال بانک څخه د ۶۵۱ اربه روپو قرضې اخیستي دي.

د پخواني وزيراعلي پروېز خټک په دوره کې د ۶ پروژو لپاره د ۸۹ اربه روپو قرض اخستل شوی و.

د سند له مخې د بي آر ټي لپاره 52 ارب 47 کروړه روپۍ، د سړکونو ساتنې لپاره 14 ارب 35 کروړه 50 لاکه روپۍ، د انرژۍ پروژو لپاره 15 ارب 97 کروړه 50 لاکه روپۍ، د نېشنل امونائزیشن پروګرام سپورټ منصوبې لپاره 33 کروړه روپۍ، د 3 اربه روپو قرض. د پيغورکانال توسعې منصوبې لپاره 63 کروړه روپۍ لګولې شوې۔
د پروېز خټک په حکومت کې د ۴۳ اربه روپو بهرنۍ قرضې واپس شوې او ۷ اربه روپۍ د سود په توګه ورکړل شوې.

د سند له مخې، د وزيراعلي محمود خان په دوره کې د 13 پروژو لپاره د 5 ټريليون 61 اربه روپو قرضې معاهدې شوې وې.

د فنانس، آبپاشي، زراعت، سياحت، ټرانسپورټ پشمول 9 شعبو لپاره په 2 فيصده مارک اپ د 40 ارب 92 کروړه روپو قرضې اخستل شوي چې پکښې 146 اربه روپۍ صوبائي حکومت ترلاسه کړي دي۔

روان مالي کال کې به صوبائي حکومت د قرضونو او سود په مد کې 20 اربه روپۍ ورکوي په داسې حال کې چې د قرضونو واپسي به د 25 نه تر 30 کلونو پورې ترسره کيږي.
د پي ټي آئي د نهه کلنې واکمنۍ نه وړاندې په صوبې د قرضونو بار 132 اربه روپۍ ؤ.

بل خوا د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جهګړا جيو نيوز ته ويلي چې د خېبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۱م کال تر دسمبر پورې ۳۳۱ اربه روپۍ بهرنۍ قرضې لري، د لګښتونو کنټرولولو په مهال د قرضونو د ښه انتظام او ادا کولو لپاره د قرض انتظام يونټ جوړ کړی شوی دی. د عامه مالي مدیریت قانون تصویب شو، د پورونو حدود هم د قانون له مخې ټاکل شوي.

ده ووئيل چې دا رقم د يو امريكائي ډالر د تبادلې د نرخ په تناسب روپو كښې بدلېږي، د ډالر او روپو د تبادلې شرح د اسلام آباد د اقتصادي چارو ډويژن د وزارت لخوا وركړې شوې ده۔
……………………

Leave a reply