د پاکستان ټاکنو کمیشن عمران خان نااهل اعلان کړې

د پاکستان ټاکنو کمیشن عمران خان نااهل اعلان کړې
باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د توشه خانې کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نااهله ګرځولې دې۔
د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې څلور کسيزه بينچ په متفقه توګه فيصله وکړه.
د اليکشن کميشن لخوا په اعلان شوې فيصله کې وئيل شوي چې عمران خان نور د قامي اسمبلۍ غړى نۀ دى، د عمران خان لخوا جمع کړل شوى ځواب سم نۀ دى، عمران خان په کرپشن کې ککړ دى، په قومي اسمبلۍ کې دهغه څوکۍ خالي اعلان شوې ده.
د ټاکنو کمیشن ګیر چاپیر کلک امنیتي ګامونه اخستل شوی دي
د اليکشن کميشن لخوا د فيصلې لپاره فول پروف سکيورټي لپاره او د پي ټي آئي کارکنانو د ممکنه احتجاج په تناظر کښې د کميشن په شاوخوا کښې سخت امنيتي انتظامات شوي وو او د اوښکې بهوونکې ګيس ګولۍ هم رسول شوی دي.
اليکشن کميشن عمران خان نااهل کړے دے، اليکشن کميشن د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د آرټيکل 63 لاندې نااهل ګرځولي دي، اليکشن کميشن وئيلي دي چي د عمران خان نااهلي کول د پينځه کسيزه کميشن متفقه فيصله ده، عمران خان غلط ريټرنز جمع کړے دے۔ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان نور د قامي اسمبلۍ غړې نه پاتې شوې، اليکشن کميشن د عمران خان نه د قامي اسمبلۍ څوکۍ خالي اعلان کړې ده، عمران خان د پنځو کالو لپاره نااهله ګرځولې شوے دے۔
د اليکشن کميشن لخوا د عمران خان د نااهله کولو فيصلې وروستو د تحريک انصاف مشر شهباز ګل وئيلي دي چي نواز شريف څه وئيلي دي اليکشن کميشن فيصله ليکلي ده د فيصلې خلاف د تحريک انصاف ټول کارکنان د فيصل آباد ضلعي کونسل چوک ته رسيدلي دي۔ پوره احتجاج به ريکارډ کړے شي۔ شهباز ګل وایی چې د ټاکنو کمیسیون د وارد شوي حکومت لاس دی. دوی په عامه ډګر کې له عمران خان سره سیالي نشي کولای.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشرې مریم نواز د ټولنیزې مډیا په ویب پاڼه ټوېټر لیکلي چې د پاکستان لومړی تصدیق شوی درواغجن او تصدیق شوی غل د غلا د نه انکاري ثبوتونو سره نااهله ګرځول شوی دی. مېړه او مېرمنې په ګډه ملي خزانه لوټ کړه. څومره چې غلا لوی وي، مجازات باید یوازې د نااهلیت سره پای ته ونه رسیږي. هغه باید ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي او لوټ شوې پیسې دې بیرته ترلاسه شي.
پاکستان کا پہلا سرٹیفائڈ جھوٹا اور سند یافتہ چور جو چوری کے نا قابل تردید ثبوتوں کے ساتھ نا اہل ہوا۔ میاں بیوی نے مل کر قومی خزانے کو لوٹا۔ جتنی بڑی چوری ہے اسکی سزا صرف نااہلی پر ختم نہیں ہونی چاہیے۔ اسکو گرفتار کر کے قانون کے سامنے پیش کرنا چاہیے اور لوٹا پیسہ واپس لینا چاہیے۔ pic.twitter.com/5gNffXw0ID
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) October 21, 2022
>>>>>>
بل لوري ته د عمران خان په ضد د توشه خانې مقدمې د فيصلې په اړه د خفيه ادارې رپورټ وروستو په اسلام اباد کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي او د اسلام اباد د دايا ایکسپریس وے او سري نگر هائي وے پشمول په ټول اسلام اباد کې سخت پوليس گمارل شوي دي. په سمدستي توګه 1200 سکيورټي پرسونل اسلام اباد ته وربلل شوي دي، سپيشل برانچ ټيمونه به په راولپنډۍ او اسلام اباد کې د څارنې لپاره ګمارل کيږي او د اباد له لوري لوړ پوړو افسرانو ته په ميدان کې د پاتې کېدو هدايات ورکړل شوي دي.
مسلم لیګ ګوند غړې او د پنجاب اسمبلۍ غړې حنا پروېز بټ د ټولنیزې شبکې په ویب پاڼه ټوېټر کړې او ویلي یې دي چې عمران خان لوبه پیل کړه او مونږ دا لوبه پای ته ورسوله.
عمران خان کھیل تم نے شروع کیا تھا، اختتام ہم نے کیا۔۔۔
— Hina Parvez Butt (@hinaparvezbutt) October 21, 2022
د عمران خان د وکيل دعو ی، عدالت نااهله کولى شي خو نه اليکشن کميشن دا کار نه شي کولې
بیرسټر علي ظفر چې د توشه خانې په مقدمه کې یې په اليکشن کمېشن کې دلیل وړاندې کړی و، وايي چې د قانون له مخې هره اسمبلۍ د عمران خان د اثاثو تفصیلات افشا کولو مکلفه ده، دوی د ډالیو افشا نه کړه، دا تور هم دی. عمران خان د ځينو تحصيلاتو تفصيلات جمع نه کړل، معامله قانون ته له کتلو پرته اليکشن کميشن ته لېږل شوې وه، مونږ ټول اسناد اليکشن کميشن ته جمع کړي وو، عمران خان چې څه جمع کړي وو، د توشه خانې په کيس کې حقائق هر څه ثابت کړي دي.






