د عمران خان نااهلي، پی ټي آیی مشرانو د ټاکنو کمیشن پریکړې په ضد د احتجاجونو پریکړه کړې، د عمران خان په مشرۍ کښې مهمه غونډه شوې ده

باغی ټي وی رپورټ
د باغي ټي وي د رپورټ له مخې الیکشن کمیشن عمران خان د توشه خانې په ریفرنس کښې نااهله ګرځولی دی
پخوانى وزيراعظم د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د پنځو کالو لپاره نااهله ګرځولې شو، د نااهلې فيصلې وروستو د عمران خان په مشرۍ کښې د پارټۍ مشرانو غونډه شوې ده چې پکښې شاه محمود قريشي، اسد عمر او شيرين مزاري ګډون اوکړو۔ غونډه کښي فواد چوهدري، فيصل جاويد او زلفي بخاري هم ګډون کوي۔
تحریک انصاف د عمران خان د نا اهلۍ په ضد د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د احتجاجونو اعلان کړی دی، تحریک انصاف د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې په فیروزپور روډ باندې قانچي ته نزدې احتجاجي مظاهره کړې ده او د عمران خان د نااهلۍ په ضد یې د احتجاج هڅه هم کړې ده.
د تحریک انصاف مشر حماد اظهر ویلي دي چې نه یوازې د تحریک انصاف بلکې د ټول ولس سپکاوی شوی دی. عمران خان د پاکستان تر ټولو مشهور مشر دی. که څوک دا فکر کوي چې د عمران خان بیا رغونه به د خبرو اترو له لارې د نواز شریف له خوشې کیدو سره تړلې وي، نو هغه غلط دی، ټول کارکوونکي او خلک دې سمدلاسه د دې پریکړې پر ضد لاریون وکړو او سرکونو ته دې را بهر شي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د احتجاج د ویره له وجې په اسلام اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په ريډ زون کې د پوليسو، رينجرز او ايف سي په گڼ شمير کې گمارل شوي دي. د اسلام اباد د پوليسو وياند وايي، د قانون ماتوونکو پر ضد به سخت کاروايي کېږي. په دې وخت کې، ټول سړکونه خلاص دي، د ټرافيکو لپاره هیڅ خنډ نشته.
د تحريک انصاف مشر اسد عمر د سماجي رابطو په ويب سائټ ټوئټر ټوئټ کړي او وئيلي دي چي دا فيصله به عدالت کښي چيلنج کوي، هغوی وایی چې د مائنس عمران خان خوب به هيڅکله هم پوره نه شي .
فیصلہ کورٹ میں چیلنج ہو گا. مائنس عمران خان کا خواب انشاءاللہ کبھی نہیں پورا ہو گا
— Asad Umar (@Asad_Umar) October 21, 2022
د تحریک انصاف مشر عثمان ډار په ټوېټر لیکلي چې د نن ورځې پرېکړې به پاکستان کې انقلاب راولي.
آج کے فیصلے سے پاکستان میں انقلاب کا آغاز ہوگیا !
— Usman Dar (@UdarOfficial) October 21, 2022
…………………..






