د پاکستان تحریک انصاف این اې ۲۳۷ حلقې پایلې چیلنج کړي دي، په دې حلقه کښې د درغلیو په ضد دې پلټنې وشي: غوښتنه

0
104

باغي ټي وي رپورټ
تحریک انصاف این اے 237 ضمنی انتخاباتو کښې د پی پی امیدوار حکیم بلوچ بریا چیلنج کړې ده.

د پي ټي آئي مشر علي زيدي د حکيم بلوچ بري چيلنج کړي او د ډاکټر شهاب امام وکيل په ذريعه درخواست جمع کړے دے چي پکښي اليکشن کميشن، سنده حکومت او حکيم بلوچ اړخونه جوړ کړي شوي دي۔
د پي ټي آئي په درخواست کښې وئيلي شوي دي چې په اين اے 237 کښې تر ټولو بده درغلۍ شوې، د پيپلز پارټۍ کارکنانو جعلي ووټونه اچولې، هغوي د درغلۍ په اړه اليکشن کميشن ته هم شکايتونه کړي وو۔

په درخواست کې غوښتنه شوې چې د درغليو او نورو شکايتونو دې د شفاف تحقيقاتو حکم وشي.

ياده دې وي چې ضمني انتخاباتو کښې د کراچۍ حلقه اين اے ٢٣٧ نه د پيپلز پارټۍ اميدوار حکيم بلوچ د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان ته ماتې ورکړې وه۔
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان 22493 ووټونه ترلاسه کړو او د 10 زره 74 ووټونو په فرق سره ماتې سره مخ شو.
………………………..

نور خبرونه

اسلام آباد هایی کورټ د اعتزاز احسن په ضد د کیپټن(ر) صفدر درخواست د خارجولو امر کړې دې

انرژۍ او یو شمیر نورو برخو کښې پاکستان سره اړیکو ته وده ورکول غواړ چې د اولس په ګټه تمام شی: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نماینده پاکستان سفر ته باور

که ماسره عمران خان سیالي کړې وې نو مابه عمران خان له هم ماتې ورکړې وې: موسی ګیلاني

د پاکستان تحریک انصاف ایم پي اې د هوایی ډزو ویډیو وایرل شوې ده

فیصل آباد کښې د پي ایم ایل ماتې، وزیرداخله ددې ماتې پړه د بریښنا په زیاتو بلونو اچولې ده

Leave a reply