سپریم کورټ د شاه زیب د وژنې په قضیه کښې تورن بري کړې دې

0
94

باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د شاه زيب قتل کيس کښې ملزم شاه رخ جتوئي بري کړے دے۔د سپريم کورټ جسټس اعجازالاحسن په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ د کېس اورېدنه وکړه.
د تورنو وکيل لطيف کهوسه په خپلو دلائلو کې وويل چې دواړه خواوې لا دمخه موافقې ته رسېدلي دي، تورن د ترهګرۍ د خپرولو اراده نه درلوده او د وژنې پېښې ته د ترهګرۍ رنګ ورکړل شو.

وروستو عدالت د شاه زيب قتل کيس کښې ملزم شاه رخ جتوئي او نورو ملزمانو بري کړي وو۔

ياده دې وي چې دکال ٢٠١٢م دسمبر په ٢٥مه نيټه دکراچۍ په ډيفنس سيمه کې يو شل کلن ځوان شاهزيب ددرخشان پوليس سټيشن په حدودو کې دخپلې خور له واده څخه کور ته په لاره وؤ.
د شاه زيب قتل کيس کښې عدالتي عدالت شاه رخ جتوئي او نواب سراج تالپور ته د مرګ سزا او ملزمان نواب سجاد او غلام مرتضيٰ ته د عمر قيد سزا اورولې ده۔

د سندهـ هائي کورټ د ټرائل کورټ فيصله واپس اخستې او څلور ملزمانو ته ئي د عمر قيد سزا اورولې ده په داسې حال کښې چې ملزمانو د عمر قيد خلاف سپريم کورټ کښې اپيلونه کړي وو۔
……………………………….
نور خبرونه

اسلام آباد هایی کورټ د اعتزاز احسن په ضد د کیپټن(ر) صفدر درخواست د خارجولو امر کړې دې

انرژۍ او یو شمیر نورو برخو کښې پاکستان سره اړیکو ته وده ورکول غواړ چې د اولس په ګټه تمام شی: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نماینده پاکستان سفر ته باور

که ماسره عمران خان سیالي کړې وې نو مابه عمران خان له هم ماتې ورکړې وې: موسی ګیلاني

د پاکستان تحریک انصاف ایم پي اې د هوایی ډزو ویډیو وایرل شوې ده

فیصل آباد کښې د پي ایم ایل ماتې، وزیرداخله ددې ماتې پړه د بریښنا په زیاتو بلونو اچولې ده

Leave a reply