د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله، د عمران خان د حفاظتي ضمانت درخواست غير موثر ګرځولې دې

0
147

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د عمران خان د حفاظتي ضمانت درخواست غير موثر ګرځولې دې۔

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله د عمران خان د حفاظتي ضمانت درخواست اوريدنه کړې چې پکښې د پي ټي آئي چيئرمېن د حاضري نه د استثنیٰ درخواست منظور کړے شو۔

د اوريدنې په مهال بيرسټر سلمان صفدر وويل چې عمران خان تيره ورځ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ته ځان تسليم کړى ؤ په کومه چې چيف جسټس وويل نو دغه مقدمه غير موثره شوه.
د عمران خان وکيل وويل چې دا معامله د جسټس محسن اختر کياني په عدالت کې روانه ده چې پکې يې د عدالتونو نه رپورټ غوښتی دی.

اډيشنل اټارني جنرل وويل چې ده ورته ويلي وو چې دا معامله د اسپيشل جج سنټرل نه ده بلکې د اسپيشل جج بنکنگ لپاره ده نو حکم دې درست کړل شي.

وروستو عدالت د عمران خان د حفاظتي ضمانت درخواست غير موثره گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې د مقدمې د اورولو واک به د جسټس محسن اختر کياني په غاړه وي.
له دې وړاندې سپېشل جج سنټرل او بنکنګ کورټ په مقدمه کې د نامزد شریک ملزمانو د ضمانت درخواستونو اورېدلو نه انکار کړی وو چې په هغې وروستو عمران خان د های کورټ نه حفاظتي ضمانت ترلاسه کړی او بیا د سپېشل جج سنټرل څخه عبوري ضمانت ترلاسه کړی دی.

د اکتوبر په شپږمه FIA د ابراج ګروپ له اکاونټ څخه د پي ټي ايي اکاونټ ته د ۲۱ لاکه ډالرو د منتقلولو په تور د فارن ایکسچینج ریګولیشن قانون لاندې د عمران خان او نورو خلاف ایف آئي آر درج کړی وو چې پکې سردار اظهر طارق، طارق شفیع او یونس عامر کیاني هم شامل دي.

ايف آئي آر کښي وئيلي شوي دي چي ملزمانو د فارن ايکسچينج ايکټ خلاف ورزي کړي، ملزمان د شخصي بينک اکاونټونو نه ګټه اخستونکي دي۔

نور خبرونه

اسلام آباد هایی کورټ د اعتزاز احسن په ضد د کیپټن(ر) صفدر درخواست د خارجولو امر کړې دې

انرژۍ او یو شمیر نورو برخو کښې پاکستان سره اړیکو ته وده ورکول غواړ چې د اولس په ګټه تمام شی: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نماینده پاکستان سفر ته باور

که ماسره عمران خان سیالي کړې وې نو مابه عمران خان له هم ماتې ورکړې وې: موسی ګیلاني

د پاکستان تحریک انصاف ایم پي اې د هوایی ډزو ویډیو وایرل شوې ده

فیصل آباد کښې د پي ایم ایل ماتې، وزیرداخله ددې ماتې پړه د بریښنا په زیاتو بلونو اچولې ده

Leave a reply