په منځني ختیځ کښې لومړې نړيوال فوټبال جام ۲۰۲۲ د نومبر ۲۰م څخه پیل کیږی
باغی ټي وی رپورټ
د فوټبال نړیوال جام د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې په قطر کې پیلېږي.
په قطر کې د فوټبال نړیوال جام یوه داسې پیښه ده چې په کې د لومړي ځل لپاره ډیری شیان پیښیږي.د نومبر په 20 پیل کیږي د نړیوال جام په اړه یو څو شیان چې دا د تیرو نړیوال جام پیښو څخه توپیر کوي.
په منځني ختیځ کې لومړی نړیوال جام
لومړی نړیوال جام په ۱۹۳۰ کال کې د سویلي امریکا په یوروګوای هېواد کې ترسره شو او تر دې مهاله (د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام په روسیه کې) ۲۱ ټورنمنټونه ترسره شوي دي.
خو دا دوهم نړیوال جام دی چې په اسیا کې ترسره کیږي، لومړی یې په ۲۰۰۲ کال کې په جنوبي کوریا او جاپان کې ترسره شو، په داسې حال کې چې منځنی ختیځ د لومړي ځل لپاره د دې سیالیو کوربه توب کوي.
تر اوسه اروپا ۱۱ ځلې، جنوبي امریکا ۵، شمالي امریکا درې او افریقا یو ځل د نړیوال جام کوربه توب کړی دی.
نور خبرونه
وزیراعظم شهباز شریف او د هغه زوی حمزه شهباز د مني لانډرنګ په قضیه کښې عدالت بري کړي دي
اسلام آباد هائي کورټ د ممنوع فنډنګ په قضیه کښې د عمران خان حفاظتي ضمانت منظور کړے دے۔
د عمران خان حکومت د پاکستان معیشت ویجاړ کړې دې، ډیر لوی زیان ی ورته رسولې دې : د خزانې وفاقي وزیر
د عمران خان حکومت د پاکستان معیشت ویجاړ کړې دې، ډیر لوی زیان ی ورته رسولې دې : د خزانې وفاقي وزیر
المان(جرمني ) پاکستان کښې د ذراعت او صنعتي برخو کښې پانګونه کول غواړي