د پنجاب د کورنیو چارو وزیر لپاره د پي ټي آیی درې مشرانو نومونه راغلي دي، د وزیر ټاکنه او وروستې پریکړه به عمران خان کوي

0
114

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د کورنیو چارو وزیر هاشم ډوګر له استعفا وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د کورنیو چارو وزارت لپاره د درېیو مشرانو نومونه مخې ته راغلي دي.

دسرچينو ترمخه دپنجاب دکورنيو چارو دوزير لپاره د هاشم ډوګر داستعفي کيدو وروستو دپارټۍ قيادت دعمر سرفراز چيمه، ميا اسلم اقبال او راجه بشارت په نومونو غور پيل کړى دى.

سرچينې وائي دپارټۍ قيادت په دې لړ کې عمر سرفراز چيمه ته ذمه واري ورکول غواړي، دپارټۍ قيادت دعمر سرفراز چيمه دگورنر په توگه په کردار خوښ دى.
دسرچينو له مخې دپي ټي ائي مشر عمران خان به وروستى فيصله کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پنجاب د کورنيو چارو وزير هاشم ډوګر له خپلې دندې استعفا وکړه.

هاشم ډوګر خپله استعفا لیک د پنجاب اعلی وزیر چوهدري پرویز الهي ته سپارلی دی. هغه وويل زه نه غواړم چې دپنجاب دکورنيو چارو دوزير په توګه کار ته دوام ورکړم ، زه دځينو ناڅرګندو او شخصي دلايلو له امله استعفا کوم .

ده ووئيل زه به د پي ټي آئي د کارکن په توګه خپل كار ته دوام وركوم۔دا خبره د یادونې ده چې پرون د پنجاب د کورنیو چارو وزیر هاشم ډوګر له خپلې دندې استعفی ورکړه.

Leave a reply