المان(جرمني ) پاکستان کښې د ذراعت او صنعتي برخو کښې پانګونه کول غواړي

0
87

باغی ټي وي رپورټ
د المان قونصل جنرل ډاکټر روديگر لوټز وئيلي دي چې المان په پاکستان کښې په زراعتي او صنعتي برخو کښې پانګونې ته لېواله دے او کوشش کوي چې په راتلونکو څو اوونيو کښې د جرمني د سوداګرو يو پلاوی پاکستان ته راولې.

په ميرپورخاص ضلع کې د سيلاب ځپلو سيمو د ليدنې په مهال جيو نيوز سره په خبرو کې د المان قونصل وويل چې پاکستان سره زمونږ ژورې تجارتي اړيکې دي، زه له ډيرې مودې راهيسې کار کوم.
هغه وویل، هڅه کوو چې په راتلونکو څو اونیو کې د الماني سوداګرو یو پلاوی دلته راولېږي، هڅه کوو چې د الماني سوداګرو پام دلته واړوو، د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا لپاره ډېر فرصتونه شته.
د المان قونسل وويل، زه فکر کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اوږد مهاله همکاري کېدای شي چې په کې د ماشينري، د موټرونو د صنعت لپاره د پرزو عرضه، د ټوکر او کرنې په برخو کې شامل دي، په دې برخو کې موږ له پاکستان سره لېوالتيا لرو.

ده ووئيل مونږ په دې باور يو چې په دې برخه كښې د زياتې سرمايه كارۍ راوستل ضروري دي ځكه مونږ غواړو چې په اسيا كښې په بېلا بېلو څانګو كښې خپل شتون ولرو٬ پاكستان يو داسې هېواد دے چې بېلابېل فرصتونه لري چرته چې مونږ د سرمايه كارۍ له لارې ګټې ترلاسه كولو لپاره په زړه پورې فرصتونه لرو.
…………………….
نور خبرونه

امریکا ویلي دي چې پاکستان په جمهوري توګه ټاکل شوې حکومت لري

پاکستان کښې بې روزګاري او ګراني زیاته شوې ده

د پنجاب د کورنیو چارو وزیر لپاره د پي ټي آیی درې مشرانو نومونه راغلي دي، د وزیر ټاکنه او وروستې پریکړه به عمران خان کوي

Leave a reply