پاکستان کښې بې روزګاري او ګراني زیاته شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې به د روان مالي کال د بې کارۍ کچه ۶.۴ سلنې ته ورسېږي.
آئي ایم ایف د ورلډ اکنامک آؤټ لک رپورټ جاري کړے دے چې پکښې وئيلي شوي دي چې روان مالي کال به پاکستان کښې بېروزګاري او انفلاسیون زیات شي ولې د ودې شرح هدف به پوره نه شي.
په روان مالي کال کې په پاکستان کې د انفلاسیون کچه ۱۹.۹ فیصده او د کرنټ اکاؤنټ خساره ۲.۵ فیصده ته رسیدلې شي.
د IMF د راپور له مخې، په پاکستان کې به د بېکارۍ کچه د تېر کال په پرتله لوړه شي، په روان مالي کال کې ښايي په پاکستان کې د بېکارۍ کچه ۶.۴ سلنه وي، تېر مالي کال د بېکارۍ کچه ۶.۲ سلنه وه.
د دې نه علاوه د ورلډ اکنامک آؤټ لک رپورټ کښې د روان مالي کال اقتصادي وده 3.5 فیصده اټکل شوې ده.
دا خبره د یادونې دچې تیر کال د کورونا په وجه د پاکستا ممیشت ته ډیر زیات زیان رسیدلې دې، سږکل د بارانونو او سیلابونو له وجهې داهیواد نور هم مناثره شوې دې او د زراعت څانګه هم بده متاثره شوې دې چې نیغ په نیغه ی د خلکو کار روزګار باندې ډیره بده اغیزه کړې ده.