امریکا د افغانستان په ا.ا حکومت باندې نوی بندیزونه اعلان کړي دي

0
79

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا ادارې په افغانستان کې پر طالبانو د نورو بندیزونو اعلان کړی دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هغو کسانو پر ضد د امریکا د اقداماتو په خاطر نوي بندیزونه لګول شوي چې پر افغان ښځو او نجونو د ظلمونو عاملین دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ط. ا. ل. ب. ا. ن. و باندې د بشري حقونو په درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو او نورو هغو عناصرو ویزې به بندې شي چې له بشري حقونو څخه په سرغړونې کې ښکیل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې باید د بشري حقونو پالیسي بدله شي، د افغان مېرمنو پر زده کړو، کار او تګ راتګ محدودیتونه لرې شي، افغان ماشومان باید د زده کړو له حقه بې برخې نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه ډول سیاستونو مسوولینو د کورنیو غړیو ویزې به هم وځنډوي.

نور خبرونه

المان(جرمني ) پاکستان کښې د ذراعت او صنعتي برخو کښې پانګونه کول غواړي

امریکا ویلي دي چې پاکستان په جمهوري توګه ټاکل شوې حکومت لري

پاکستان کښې بې روزګاري او ګراني زیاته شوې ده

د پنجاب د کورنیو چارو وزیر لپاره د پي ټي آیی درې مشرانو نومونه راغلي دي، د وزیر ټاکنه او وروستې پریکړه به عمران خان کوي

Leave a reply