د پاکستان فوځ سرلښکر په امریکا د امریکا د فاع وزیر سره لیدنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د امريکې د دورې په مهال د امريکې د دفاع وزير لويډ آسټن سره ليدلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې، د پوځ مشر د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیکب سلیوان او د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي روت شرمین سره هم لیدلي دي.
د آئي اېس پي آر له مخې په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي اړيكو، تجارت او سرمايه كارۍ له لارې د دوه اړخيزه اړيكو په ښه كولو خبرې وشوې٬ د افغانستان پشمول په لويو نړيوالو مسئلو هم همغږي پيدا شوه او د ملګرتيا په زياتولو زور وركړې شو تر څو د بشري بحران مخه ونيول شي۔ کم شي او سیمه کښې امن راشي.
د آئي اېس پي آر له مخې آرمي چيف په فلوريډا كښې د طوفان له امله په شوې تباهي د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د متاثرينو د كورنيو په زيان او درد پوهېږي ځكه چې پاكستان هم د موسمي بدلون په شان اثراتو سره مخ دې۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي ملاقاتونو کښي آرمي چيف د امريکي چارواکو مننه اوکړه او وئيلي ئي دي چي په پاکستان کښي د سيلاب ځپلو بحالئ، دوی سره د مرستې کولو او ژغورولو لپاره به د نړيوالو شريکانو مرسته ضروري وي۔
…………………….
نور خبرونه
د پي ټي آیی په ملکي ادارو نیوکې دوام لري، فواد چوهدري تور لګولو چې اسټبلشمنټ سیاسي کردار لري
مریم نواز ته خپل پاسپورټ ورکړل شو، په ۳۴ ساعتونو کښې امکان دې چې مریم نواز لندن ته سفر وکړي
کله هم زه د حقیقي آزادۍ لپاره د راوتلو غږ کولې شم: عمران خان د پي ټي آیی کارکوونکو ته ځانګړې پیغام