د پي ټي آیی په ملکي ادارو نیوکې دوام لري، فواد چوهدري تور لګولو چې اسټبلشمنټ سیاسي کردار لري

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د اسټيبلشمنټ سره د عمران خان د خبرو په اعتراف نور وضاحت هم کړی دی او وئيلي دي چي بدبختانه اسټيبلشمنټ په پاکستان کښې سياسي کردار لري ، فواد چوهدري ویلي چې که هم دا اسټبلشمنټ سر خبرې کول دی نو بیا دا حکومت د څه لپاره دې؟
په خپله يوه مرکه کې د پي ټي ائي مشر وويل چې که د اسټيبلشمنټ سره خبرې روانې وي نو دا د هغوي له ګټو پرته نه شي کيدلى.
هغه وویل چې دی غواړي له فساد او لانجې کولو پرته د ټاکنو لپاره د حکومت په ګډون له ټولو بنسټونو سره خبرې کول غواړو.
فواد چوهدري د مريم نواز خبري کانفرنس بچکانه بللو سره وئيلي دي چي مريم نواز به د پي ټي آئي مسله حل کوي۔
فواد چوهدري وئيلي دي چې په آئين کې دآرټيکل 62 ون ايف پشمول دبدلون ضرورت دى، دعمري نااهلۍ قانون سم نۀ دى، دعدليې په اړه په آئين کې بايد اصلاحات راوستل شي.
….
نور خبرونه
مریم نواز ته خپل پاسپورټ ورکړل شو، په ۳۴ ساعتونو کښې امکان دې چې مریم نواز لندن ته سفر وکړي
کله هم زه د حقیقي آزادۍ لپاره د راوتلو غږ کولې شم: عمران خان د پي ټي آیی کارکوونکو ته ځانګړې پیغام






