مریم نواز ته خپل پاسپورټ ورکړل شو، په ۳۴ ساعتونو کښې امکان دې چې مریم نواز لندن ته سفر وکړي

0
6

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ د حکم نه پس مريم نواز خپل پاسپورټ واپس ترلاسه کړے دے۔ داسې امکان دې چې مریم په ۲۴ ساعتونو کښې لندن ته سفر وکړي.

د مسلم ليګ (ن) مشرې مريم نواز د پاسپورټ اخستلو لپاره لاهور هائي کورټ ته رسيدلې چرته چې هغې د رجسټرار کوټې نه پاسپورټ ترلاسه کړو۔
مريم نواز د خپل پاسپورټ د واپسۍ په اسنادو لاسليکونه وکړل چې له هغې وروسته هغه له ميډيا سره له خبرو پرته له محکمې څخه بهر شوه.

مريم نواز د خپل پاسپورټ واپسۍ لپاره لاهور هائي کورټ ته رجوع کړې وه چې پکښې عدالت نه بلکه د پاسپورټ واپسئ لپاره د هغې درخواست منلې وو۔

د لاهور هائي کورټ ډپټي رجسټرار جوډيشل ته امر کړی چې د تصديق عمل دې مکمل کړي او پاسپورټ دې واپس کړي.
د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز په راتلونكو 24 ساعتونو كښې لندن ته رسيدلې ده۔

دسرچينو له مخې ښايي مريم نواز په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې لندن ته ورسيږي، مريم نواز به شاوخوا دوه اوونۍ په لندن کې پاتې شي.

سرچينې وايي چې مريم نواز به په لندن کې د اوسېدو پر مهال طبي معاينات کوي.

Leave a reply