کله هم زه د حقیقي آزادۍ لپاره د راوتلو غږ کولې شم: عمران خان د پي ټي آیی کارکوونکو ته ځانګړې پیغام

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې هغه هر وخت د حقيقي ازادۍ او جمهوري مارچ غږ کولى شي، هر څوک دې د جهاد په توګه برخه واخلي.
پيښور کښې د پارټۍ مشرانو او کارکنانو ته په وینا کښې عمران خان اوويل چې نن د قوم لپاره یوه مهمه موقع ده، قوم باید خپل راتلونکې لپاره بهر را اووځي.
هغه اعلان وکړ چې هر وخت کولای شي د حقیقي آزادۍ لپاره دیموکراتیک لاریون ته لبیک ووایي، هر څوک باید د جهاد په توګه د آزادۍ په حقیقي غورځنګ کې برخه واخلي.
هغه وويل، هېواد باندې د غلو حکومت او واک دې چې له ٣٠ کلونو راهيسې يې لوټ مار او غلا کړې ده ، هغه اوویل چې له هيچا سره شخصي جګړه نه لري، د ملت د راتلونکي لپاره ولاړ دي، فاسد ډلې په تېرو وختونو کې د خپلو غلاوو د بښلو لپاره اين آر او اخيستې، څلور یوازې په لسو کلونو کې څو ځله پور زیات شو، نیمایي پیسې د پورونو قسطونو ادا کولو ته لاړې کله چې دوی حکومت ته راغلل.
د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل چې دوي بهر ناست وو او سازشونه يې كولو او زمونږ حكومت يې نسكور كړ، د ګرانۍ په بهانه اقتدار ته راغلل خو اوس يې د ګرانۍ طوفان راوستلې دې او غږ نه کړي.
هغه زیاته کړه، د غلا ټولې دوسیې بخښل کېږي، چې له ملت سره ټوکه ده، د لارې خلاصولو لپاره پر ما درواغجنې دوسیې جوړېږي.






