د ښځينه قاضي سپکاوې، عمران خان عدالت کښې لیکلي حلفیه بیان جمع کړې دې

0
190

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د توهين عدالت مقدمه کې د يوې زنانه جج په اړه د سپکاوي الفاظو په اړه بيان حلفي جمع کړی دی.

د عمران خان لخوا اسلام آباد هائي کورټ کښې جمع کړې شوي حلف نامې کښې وئيلي شوي دي چې په تيره سماعت کښې د عدالت په وړاندې چې مې څه وئيلي دي زه به په هغه څه پوره عمل کوم.
عمران خان په خپل بیان کې ویلي چې د اورېدنې پر مهال پوه شو چې د اګست د ۲۰مې نېټې په وینا کې ښايي سره کرښه تېر شوې وي، که قاضي ته دا تاثر ورکړل شي چې زه د سرې کرښې تیر شوې یم نو بیا زه بخښنه غوښتلو ته تیار یم.
عمران خان په خپل بیان کې لیکلي دي چې په وینا کې یې قاضي ته د ګواښلو اراده نه وه، اقدام له قانوني اقدام پرته بل څه نه دي، د عدلیې د خپلواکۍ او د قانون د حاکمیت لپاره ۲۶ کاله مبارزه کړې ده.

ياده دې وي چې د زنانه جج په ضد د توهين عدالت په مقدمه کې عمران خان د اسلام اباد هاي کورټ کې حاضر شوی او ويلي يې دي چې په شخصي توګه د ښځينه قاضي څخه بخښنه غوښتلو ته تيار دی.
تيره ورځ عمران خان د ښځينه قاضي زيبا چوهدري په عدالت کې هم حاضر شو او په عدالت کښې ی ریډر سره د خبرو په مهال يې وويل چې بايد قاضي زيبا چوهدري ته ووايي چې عمران خان بخښنه غوښتلو ته راغلې وو.
………………

نورخبرنه

د کراچۍ په شمالي بایی پاس باندې وژل شوي ترهګر د کویټه چاوندې ماسټر ماینډ وو

امریکا په یو هندي شرکت بندیز لګولې دې

امریکا په یو هندي شرکت بندیز لګولې دې

لاهور کښې د سکول یو استاذ خپل شاګرد وهلې، شاګرد ی سخت ټپی کړې دې

کراچۍ کښې دوه ترهګر د پولیسو سره په ډزو کښې اووژل شول

Leave a reply