د کراچۍ په شمالي بایی پاس باندې وژل شوي ترهګر د کویټه چاوندې ماسټر ماینډ وو
باغی ټي وي رپورټ
شمالي بای پاس سره په نښته کې وژل شوي ترهګر د کویټې د چاودنې پلان جوړوونکي ثابت شول.
دسرچينو ترمخه دپوليسو سره په نښته کې وژل شوي ترهگر تر ټولو زيات مطلوب وؤ اؤ هغوي په ٢٠١١م کال کې په کوئټه کې په هوټل کې دترسره شوي بمي چاؤدنې پلان کوونکي وو.
دسرچينو ترمخه دترهګرو څخه ترلاسه شوي سي 4 چاؤديدونکي مواد په زياته اندازه دي اؤ ښايي ددغه موادو څخه 5 ځانمرگي جاکټونه هم جوړ شوي وي.
دسرچينو ترمخه دترهګرو دموټر لاندې دچاوديدونکو موادو ډک ميګنيټ هم ترلاسه شوى چې پکې تر پينځوؤ کلو گرامو پورې دچاوديدونکو موادو وزن کيدى شي.
دسرچينو ترمخه حساس ادارې اؤ سي ټي ډي دپيښې ځايې ته په 3:30 بجو رسيدلي اؤ سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې او نښته تر سهاره پورې روانه وه.
نور خبرونه
د مصیبب په وخت کښې رښتونې دوست د دوست مرستې ته راځي: د چین هیواد د پاکستان لپاره ځانګړې پیغام
لاهور کښې د سکول یو استاذ خپل شاګرد وهلې، شاګرد ی سخت ټپی کړې دې