امریکا په یو هندي شرکت بندیز لګولې دې

باغی ټي وي رپورټ
د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس جی شنکر له سفر یوه ورځ وروسته امریکا د هند پر کمپنۍ بندیز ولګاوه.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، امریکا پر یوه هندي شرکت د ایران د تېلو او پیټرو کیمیکلونو د پېرلو په معامله کې د مرستې کولو بندیز لګولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند خصوصي پټرولیم شرکت له ایران څخه د ملیونونو ډالرو په ارزښت پټروکیمیکل محصولات اخیستي چې په کې میتانول او بیس تیل شامل دي چې چین ته لیږل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، مونږ پر یوې نړیوالې ډلې اقتصادي بندیزونه لګولي چې په جنوبي او لویدیځه اسیا کې د ایراني دلالانو ملاتړ کوي.
………………..
نور خبرونه
پیښور کښې په پولیس سټیشن نامعلومه کسانو لاسي بمونو سره برید کړې دې






