د مصیبب په وخت کښې رښتونې دوست د دوست مرستې ته راځي: د چین هیواد د پاکستان لپاره ځانګړې پیغام

0
179

باغی ټي وي رپورټ
د چین سفارت په پاکستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې په اړه یو بیان خپور کړی دی.

د چین سفارت په ټویټر اکاونټ کې په یوه بیان کې ویلي چې د مصیبت په وخت کې رښتینی دوست د خپل ملګري مرستې ته راځي، د چین حکومت، پوځ او نور د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرسته کوي. د ملاتړ په سر کې دي.
بیان کې زیاته شوې چې چین کې د ژوند د هر څانګو خلک د پاکستان سره مرسته کوي، چین د مصیبت په دې وخت کې د پاکستان سره په بشپړه توګه ولاړ دی.

د چين د سفارت د معلوماتو له مخې، چين له سېلاب ځپلو سره ۹۰،۲ مليونه يوانه، د چين حکومت ۴۰۰ مليونه يوانه او د چين پوځ ۱۰۰ مليونه يوان، د چين خلکو ۱۲۵ مليونه يوانه او سفارت ۱۷ مليونه يوانه مرسته کړې ده. د چین د مرستو سربیره د سره صلیب ټولنې د ملګرو ملتونو سره ۲۰۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
دا خبره مهمه ده چې چین هیواد په هر مشکل وخت کښې د پاکستان سره بشپړ ملاتړ کړې دې، که د هند سره د کشمیر ستونزه ده او که په پاکستان کښې کوم قدرتي آفت راغلې نو چین هیواد پاکستان سره مرستې کړي او د پاکستان ملاتړ ی کړې دې.
………………………

نور خبرونه

امریکا په یو هندي شرکت بندیز لګولې دې

امریکا په یو هندي شرکت بندیز لګولې دې

لاهور کښې د سکول یو استاذ خپل شاګرد وهلې، شاګرد ی سخت ټپی کړې دې

کراچۍ کښې دوه ترهګر د پولیسو سره په ډزو کښې اووژل شول

Leave a reply