د ساره د وژنې په اړه پرمختګ شوې، د ساره پلار د انصاف غوښتنه کړې ده، قتل شوې ساره په اسلام آباد کښې خاورو ته وسپارل شوه

باغي ټي وي رپورټ
تېره اوونۍ د سينئر خبريال اياز امير د زوي لخوا د وژل شوې مېرمن سارا انعام د وژنې په مقدمه کې پرمختګ شوی دی.
دسرچينو له مخې د سارا انعام مور او پلار پخپله د مقدمې د تعقيبولو فيصله کړې ده چې په اړه يې پوليسو ته خبر ورکړی شوی دی.
د پولیس وینا ده چی تحقیقاتی ټیم د مړی نه استعمال شوی موبائل فون برآمد کړے دے ولی د ساره پوسټ مارټم رپورټ هم پولیس ته رسیدلې دې.
د پولیس وینا ده چې پوسټ مارټم رپورټ کښې د وژل شوې ساره په بدن د تشدد تصدیق شوې دې ولې د ساره د مرګ حتمي علت به د فارنزک رپورټ څخه معلوم شي.
پولیس وايي چې د پېښې د پلټنو په لړ کې یې د وژل شوي تن موبایل ټیلیفون او نور معلومات ترلاسه کړي دي.
ياده دې وي چې د سينئر خبريال اياز امير زوي شاهنواز د زيارت په ورځ د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې خپله مېرمن سارا(د پولیس د رپورټ مطابق) وژلې وه او بیا پولیسو هغه نیول شوې دې.
د ساره پلار د انصاف غوښتنه کړې ده.
دا خبره هم همهه ده او د یادونې ده چې سارا انعام چې تېره اوونۍ د مشهور خبریال ایازمیر د زوی له خوا وژل شوې وه، پرون د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې خاورو ته وسپارل شوه.
د رسنیو راپورونو مطابق د سارا انعام مور او پلار له کاناډا څخه پاکستان ته ورسېدل، د وژل شوې مېرمنې د جنازې لمونځ په شهزاد ټاون کې ادا شو.
له رسنيو سره په خبرو کې د سارا پلار وويل، لور يې په ډېره مينه رالویه کړې او ساتلې وه او ډیر ښه جینې وه، پلار ی اوویل چې د شاه نواز په څېر تورن ښه مالي حالت لرونکې جونه په خپلو خبرو کښې راګیروي او دوی ته دهوکه ورکوي.
هغه وويل او غوښتنه ی وکړه چې دوی ته دې انصاف ورکړل شي او په انصاف ورکولو کښې هم باید ځند و نه کړې شي.
نور خبرونه
د آیاز امیر د انږور قتل، د اسلام آباد پولیسو آیاز امیر هم نیولې دې
خبریال آیاز امیر خپله مقدمه او مبارزه په خپله کولو اعلان کړې دې
………………………..






