د آیاز امیر د انږور قتل، د اسلام آباد پولیسو آیاز امیر هم نیولې دې

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد پوليسو د ساره انعام د وژنې په مقدمه کې سينئر خبريال اياز امير نيولی دی.
د اسلام آباد عدالت د ساره قتل کيس کښې د شاهنواز د پلار اياز امير او مور د ګرفتارۍ درخواست منظور کړې دې۔
د ایاز امیر او د هغه د پخوانۍ میرمنې د نیولو وارنټ د پولیسو په غوښتنه صادر شوي.دسرچينو له مخې داسلام اباد دشهزاد ټاون پوليسو اياز امير نيولى دى.
پولیس وايي په مقدمه کې د ۳۰۲ سره د ۱۰۹ دفعه اضافه کړې شوې او د ایاز امیر له پخوانۍ مېرمنې به هم پلټنې کېږي.بل لوري ته د پوسټ مارټم رپورټ ترمخه د کاناډايي تبعه سارا انعام په تندۍ او مخ د زخمونو نخښې موندل شوي، په داسې حال کې چې د هغې په لاسونو هم زخمونه موجود دي.
ياده دې وي چې د سينئر خبريال اياز امير زوي شاهنواز د جمعې په ورځ د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې خپله مېرمن سارا په ډزو وژلې وه.
د دغه قتل په تړاو په اسلام اباد کې د مشهور سينير خبريال اياز امير د لور د وژنې مقدمه د شهزاد ټاون پوليس سټيشن ايس ايچ او په شکايت کې درج کړې شوې ده او په قتل کښې کارول شوې د اوسپنې راډ هم برامد کړې شوي دي کوم چې په کوټه کښې د صوفې لاندې پټ کړې شوي وو.
په ثبت شوي ایف آی آر کې ویل شوي چې د تورن مور د وژنې په اړه پولیسو ته خبر ورکړی وو. د ايف آئي آر ترمخه د ملزم مور وئيلي دي چي ملزم د خپلي ميرمن ساره انعام سره شخړه کړي وه چي وروسته ملزم هغه د ډمبل په وهلو سره وژلې ده۔
ملزم نن عدالت ته وړاندې کړے شو چرته چې هغه دوه ورځنې جسماني ريمانډ باندې پوليس ته حواله کړے شو۔
دا خبره د مهمه ده او د یادونې وړه ده چې د خبریال آیاز امیر ځوی شاهنواز منلې دي چې هغه خپله میرمن قتل کړې ده. د پولیس د راپور مطابق د شاهنواز په قمیض باندې وینه هم لیدل شوې وه او هغه خپله میرمن ساره د اوسپنې په ډنډي وهلې وه.






