په بلوچستان کښې د ۷۰۰ څخه زیات روغتیایی مرکزونه اغیزمن شوي دی

باغي ټي وي رپورټ
وروستیو بارانونو او سېلابونو په بلوچستان کې د روغتیا نظام هم سخت اغېزمن کړی دی، په دغه صوبه کې د ۷۰۰ نه زیاتو لومړنیو روغتیايي مرکزونو ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د اغیزمنو لومړنیو روغتیایی مرکزونو ډیری ودانۍ اوس د استفادې وړ نه دي.
له بلې خوا له سېلاب وروسته په ځپل شويو سيمو کې د بېلابېلو ساري ناروغيو خپرېدل دوام لري، چې په دې حالت کې د سېلاب ځپلو ناروغانو ستونزې ډېرې شوې دي.
ه بلوچستان کې د روغتیا برخه لا دمخه د حکومتونو د بې غورۍ له امله زیانمنه ده او د صوبې په لرې پرتو سیمو کې وضعیت نور هم خراب دی.
وروستیو سیلابونو او بارانونو د لسبیله، جعفرآباد، پشین، نصیرآباد او کوهلو په ګډون د صوبې په نورو ولسوالیو کې د لومړنیو روغتیايي مرکزونو (BHUs)، سیمه ایزو روغتیايي مرکزونو (RHUs) ترڅنګ روغتیايي سیستم نور هم ګډوډ کړی او له ۷۰۰ څخه زیات ملکي ودانۍ یې نړولي دي. درملتونونه اغیزمن شوي دي.
د سیلابونو او بارانونو له امله د زیانمنو شویو روغتیايي مرکزونو له ډلې څخه د ۲۷۸ مرکزونو ودانۍ سخت زیانمنې شوې چې له امله یې دغه مرکزونه غیر فعال شوي دي.
نور خبرونه
۸۱ سلنه پاکستاني وګړو رای ورکړې چې پاکستان کښې د سیلابونو زیانونه د د اقلیم بدلون له وجهې شوي دي
بلوچستان اسمبلۍ د نرښځیانو قانون د لغوه کولو قرارداد منظور کړې دې






