۸۱ سلنه پاکستاني وګړو رای ورکړې چې پاکستان کښې د سیلابونو زیانونه د د اقلیم بدلون له وجهې شوي دي

0
245

باغي ټي وي رپورټ
د ګیلپ پاکستان د سروې له مخې، په سلو کې 81 پاکستانیان په هیواد کې د سیلابونو لامل د اقلیم بدلون بولي.

ګیلپ پاکستان د عامه افکارو پر بنسټ یوه نوې سروې خپره کړې، چې له مخې یې ۸۰ سلنه خلکو د سېلاب په اړه خپل نظر څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د سږني کال په څېر سېلاب تر دې مخکې هېڅ نه و راغلی، په داسې حال کې چې ۸۱ سلنه پاکستانیانو ویلي، چې هېواد یې د… سیلابونه د اقلیم بدلون ته منسوب شوي.
د سروې له مخې ۷۰ سلنه پاکستانيان د سېلابونو له امله د مالي زیانونو او ۵۸ سلنه کروندو او فصلونو ته د اوښتو زیانونو په اړه اندېښمن دي.

د سروې له مخې، په سلو کې 70 پاکستانیان د ځنګلونو بې توپیره پرې کول د سیلابونو له امله د لوی زیان لامل بولي.

دا خبره مهمه ده چې پاکستان کښې د سیلابونو له وجهې ملکي معیشت ته تر ۳۰ ملیارده ډالره زیان رسیدلې ده، دا خبره وزیراعظم شهباز شریف په دې لنډو ورځو کښې امریکا ته په سفر کښې رسنیو سره په خبرو کښې کړې ده.
د امریکا او نورې مغربي نړۍ هم منلې ده چې پاکستان کښې سیلابونو زیانونه اړولي دي او دا هیواد د نړي مرستو ته اړتیا لري.
..
نور خبرونه

د نیب ادارې د پيښور بی آرټي بس سروس پروژه کښې شوي د فساد په اړه پلټنې پیل کړي دي

د شهباز شریف او نواز شریف حکومتونو دې ملک لپاره هیڅ هم نه دي کړي، د عمران خان حکومت د بلین سونامي منصوبې ټولې نړۍ ستاینه کړې : شاه محمود قریشي

Leave a reply