د نیب ادارې د پيښور بی آرټي بس سروس پروژه کښې شوي د فساد په اړه پلټنې پیل کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا د احتساب قامي ادارې (نیب) پېښور کې د بس ریپډ ټرانزټ (بی آر ټي) په لویه پروژه کې د شوي فساد په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
نېب د خېبرپښتونخوا حکومت نه د بي آر ټي پيښور منصوبې ريکارډونه د پلټنو لپاره طلب کړي دي او دې نه علاوه نيب د پي اينډ ډي ايډيشنل چيف سيکرټري ته خط ليکلي او د بي آر ټي پروجيکټ ريکارډ ئي طلب کړی دی.
د نيب په خط کښې وئيلي شوي دي چې بي آر ټي لپاره د ايشيائي ترقياتي بينک (ADB) څخه د ترلاسه شوي فنډونو تفصيل هم جمع کړے شي او ريکارډ طلب کړے شوے دے۔
نیب د خېبرپښتونخوا حکومت نه د بی آر ټي د ساتنې، تعمیر او مرمت او د ګاډو د پیرودلو د منظورۍ ریکارډونه وړاندې کړي دي.
د مکتوب له لارې، د احتساب ملي بیورو د منظور شوي بی آر ټي پور ورکولو طرزالعمل او د تدارکاتو قواعدو ریکارډ هم غوښتی دی.
نيب په خط کې وئيلي دي چې د 2013 څخه تر 2022 پورې د بي آر ټي منصوبې ابتدائي او حتمي رپورټ دې هم وړاندې کړل شي.
نيب د صوبائي حکومت نه د بي آر ټي پروجيکټ د اولني او ريويژن پي سي ون مکمل ريکارډ، اي سي اين آئي سي، پي ډي ډبليو پي او د تکنيکي کميټي اجلاسونو منټس هم غوښتي دي۔
نور خبرونه
خیبر پښتونخوا حکومت وفاق ته د پولیس ځواک ورکولو څخه انکار کړې دې






