خیبر پښتونخوا حکومت وفاق ته د پولیس ځواک ورکولو څخه انکار کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر او د خیبر پښتونخوا ایالتي وزیر شوکت یوسفزي وفاق ته د امنیتي ځواکونو له ورکولو څخه انکار کړې دې.
ميډيا سره خبرو کښې شوکت يوسفزئ اوويل چې وفاقي داخله وزير د اسلام آباد د امنيت غوښتنه کوي کوم ترهګر اسلام آباد ته راځي د کومو لپاره چې امنيت غوښتل کيږي۔
صوبائي وزير وويل زمونږ امنيت زمونږ د صوبې لپاره دے مونږ به دا وفاقي حکومت ته نه ورکوو، خيبر پښتونخوا کښې د ترهه ګرۍ پيښې رامخې ته کيږي، دلته د امنيت زيات ضرورت دې۔
شوکت یوسفزۍ وویل چې د صوبې امنیت مونږ په خپله کوو، وفاقي حکومت زمونږ سره مرسته نه ده کړې، دا د وفاقي حکومت کار دی چې د پاکستان او افغانستان په پوله ستونزې وویني او امن ټینګ کړي.
هغه اوویل چې دوی غواړي هغه څه تکرار کړي چې رانا ثناءالله په ماډل ټاون کې له شهباز شریف سره وکړل، ګواښونه ورته کېږي، رانا ثناءالله ته سیاسي کارکوونکی یې یا د ګینګ ګروپ مشر؟
صوبايي وزير وويل دجمهوري احتجاج په درولو سره به يې پايلې ډيرې خطرناکې وي، ستاسو حکومت يواځې ٢٧ کلوميټره مزل کوي، پنجاب، کشمير او خيبرپښتونخوا کې مونږ حکومت لرو، دا فکر مه کوه چې تاسو به په مونږ بريد وکړو، مونږ حکومت لرو. د اسلام اباد شاوخوا
هغه وويل، موږ له عدليې څخه زياتې هيلې لرو، هغه ډول چې د کورنيو چارو وزير سياسي خلک ګواښي، عدليه دې ورته پام وکړي، هغوى د امنيت غوښتنه کوي، موږ به يې يو کس هم نه ورکوو.
ياده دې وي چې دکورنو چارو وزير رانا ثناء الله څو ورځې وړاندې ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ چې دعمران خان لانگ مارچ لپاره يې دصوبو نه پوليس غوښتي دي، که چرې صوبې پوليس ورنکړي نو په ضد به يې ګامونه واخستل شي.
………………………..
نور خبرونه






