کابل ښاروالۍ سرکونو او واټونو ته څیرمه د موټر پارکینګونو او تمځایونو قرارداد فسخ کړل.

0
98

کابل ښاروالۍ سرکونو او واټونو ته څیرمه د موټر پارکینګونو او تمځایونو قرارداد فسخ کړل.

24 سپتمبر 2022

د کابل ښاروالۍ په یوه تازه خبرپاڼه او اعلامیه کې ویلي چې سړکونو او واتونو ته څیرمه د موټر د تمځایونو قرارداد یې د یوې نوې طرحې تر پلان ګزارۍ فسخ کړي.

هغوی زیاتوي: دا چې لیدل شوي دي د یو شمېر قرارداد کوونکو له امله په ښار کې بې نظمۍ رامنځته شوې دي او ښاریانو ته یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي، چې له څیړنې او ارزونې وروسته به د دې کار د هر اړخیز نظم لپاره اړین ګامونه واخیستل شي.

له دې کبله ټولو کابل ښاریانو او هغو متشبثینو ته چې، له کابل ښاروالۍ څخه یې سړکونو او واټونو ته د څېرمه پارکینګونو قرارداد ترلاسه کړی وو، خبر ورکول کیږي چې له ادارو سره په همغږۍ د یوه منظم مکانیزم تر جوړولو پورې، له پارکینګونو د عوایدو د راټولولو قرارداد اعتبار ختم دی.

د کابل ښاروالۍ مشرتابه مسئولانو ته لارښونه کړې ده، څو سیمې وڅاري او له ناقانونه پیسو اخیستو چې د موټر چلوونکو او ښاریانو د ځورونې سبب ګرځي، مخنیوی وکړي.

اړوند موضوعات

کابل ښاریان وایي د تېلو بيې ښکته شوي، خو د موټرو کرایه لا هم لوړه ده.

 

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې کابل ښاروالۍ ویلي:
ښاریان کولای شي د سرغړونې لیدلو په صورت کې له موږ سره د ( ۰۷۴۴۳۱۸۱۶۱) وټس اپ شمېرې له لارې په اړیکه کې شي.

Leave a reply