کابل ښاریان وایي د تېلو بيې ښکته شوي، خو د موټرو کرایه لا هم لوړه ده.

0
191

کابل ښاریان وایي د تېلو بيې ښکته شوي، خو د موټرو کرایه لا هم لوړه ده.

20 سپتمبر 2022

د کابل ښاریانو تازه شکایت کړی، چې د تېلو بیې را کمې شوي، خو لا هم د موټرو کرایه لوړه ده.

دوی وايي: که څه هم په بازار کې د تېرې میاشتې په پرتله د تېلو په هر لېتر کې شل افغانۍ کمښت راغلی، خو د ښاري موټرو کرایې لا هم هماغه ډول پورته دي.

په ورته وخت کې د ترانسپورټ وزارت وايي، د دې ستونزې په حلولو کار کوي. د دغه وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وویل د دې ستونزې د حل لپاره يې نوې لایحه جوړه کړې او هغه يې د موټرو په تمځایونو او ښاري وسایطو کې لګولې ده، څو عملي شي.

اړوند موضوعات

نړیوال بازار کښې نن بیا د خام تیلو بیعه راټیټه شوې ده

که څه هم احمدي د نویو ټاکل شویو کرایو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل، که څوک دا لایحه ونه مني، له قانوني چلند سره به مخ شي.

Leave a reply